افغانستان
خوندیځپه دې برخه کې تازه خبرونه • ۱٬۳۶۵
سپاهيان ميهن څه ډول جبهه ده او عبدالقيوم ملنګ څوک دى؟
د بدخشان ولایت د ښکته يفتل ولسوالۍ د مرکز لنډمهاله نیول د جمعې ورځې (د چنګاښ ۲۶مه) په سهار د عبدالقیوم ملنګ او «سپاهیان میهن» په نوم د یوې نوې وسلهوالې جبهې نومونه د رسنیو او عامه…
رحمتالله اندړ: ځینې کسان په ظاهره د طالبانو مخالفت کوي، خو په عمل کې د هغوی ملاتړ کوي.
رحمتالله اندړ ، د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر ضد د سپاهیان میهن جبهې د برید په ملاتړ، د طالبانو له پلویانو وغوښتل چې «ویښ شي» ا…
فراهي : د واخان دهلېز د ناامنه كولو هڅې به بې ځوابه پاتې نه شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، حیاتالله مهاجر فراهي، خبرداری ورکړی چې د واخان دهلېز د ناامنه کولو هر ډول هڅه به د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي.فراهي د چنګا…
په دایکنډي او غزني کې په دوو جلا پېښو کې یو پخوانی سرتېری او یو قومي مشر وژل شوي.
ځايي سرچينو په دايکنډي ولايت کې د ملي امنيت د پخواني افسر او د غزني ولايت په قرهباغ ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د سرچينو په وينا، د دغو دواړو وژنو انګېزه او…
د نیمروز په دښتو کې د پنځو افغان وګړو مړي موندل شوي دي
ځايي سرچینو د نیمروز ولایت په دښتو کې د پنځو افغان وګړو د جسدونو د موندل کېدو خبر ورکړی. د دغو سرچینو په وینا، یادو کسانو هڅه کوله چې د ناقانونه لارو له لارې ایران ته داخل شي، خو د…
په هلمند كې د «وطن غږ» په نوم نوې خصوصي راډيو پر اف ام څپو خپرونې پيل كړې.
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د «وطن غږ» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو پر افام څپو خپل فعالیت پیل کړی دی.د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د…
يوسف وفا: له دولتي ادارو دې «منفور» كسان لرې كړل شي.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي یوسف وفا په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، له دولتي ادارو څخه د «نامناسبو او منفورو کسانو» پر لرې کولو، د قاچاق د مخنیوي، د سرح…
مياخېل: طالبان نه ولسي مشروعيت لري او نه نړيوال؛ خلک ترې پوزې ته راغلي.
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د دوی اوسنی وضعیت د «ملا نصرالدین» له هغې کیسې سره ورته دی چې سرچپه پر خره سپور و…
حنفي: د طالبانو له واكمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د زرګونو ناوړه پېښو مخنيوى شوى.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي ادعا کړې چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د «زرګونو ناوړه پېښو» مخه نیول شوې ده، دا په داسې حال کې چې د…
وحید عمر: د یوه اغېزمن اقدام لپاره یوازې څو زړورو ځوانانو ته اړتیا وه.
وحید عمر،د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند او سلاکار، په هغو څرګندونو کې چې داسې ښکاري د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ د وروستیو پېښو په غبرګون کې یې کړې وې، د طالبانو د مخالفو…

