TOOSnews
اعلان
يوسف وفا: له دولتي  ادارو دې «منفور» كسان لرې كړل شي.
افغانستانټوس نیوز

يوسف وفا: له دولتي ادارو دې «منفور» كسان لرې كړل شي.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي یوسف وفا په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، له دولتي ادارو څخه د «نامناسبو او منفورو کسانو» پر لرې کولو، د قاچاق د مخنیوي، د سرحدونو د امنیت او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي دي.

د طالبانو د بلخ د والي رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوسف وفا غونډې ته ویلي چې د دغو اونیزو ناستو موخه د امنیتي او ملکي چارو ارزونه، د ادارې پیاوړتیا او د امنیتي او پرمختیايي فعالیتونو په اړه د معلوماتو شریکول دي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې د پیاوړتیا لپاره د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري اړینه ده.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې یو مهم بحث په دولتي ادارو او اړوندو ارګانونو کې د «نامناسبو او منفورو کسانو» پېژندل او له دندو څخه د هغوی لرې کول وو. یوسف وفا خپلو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د دغو کسانو د لرې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

طالبانو په خبرپاڼه کې د «نامناسبو او منفورو کسانو» تعریف نه دی وړاندې کړی، خو دا ډله تر ډېره دغه اصطلاح د جمهوري نظام د دورې د کارکوونکو او مامورانو لپاره کاروي.

په غونډه کې د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي، د پولو د امنیت د ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په اړه هم بحث شوی دی.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان ځینو شمالي ګاونډیو هېوادونو د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي د عملیاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه توکي له افغانستان څخه د دوی خاورې ته لېږدول کېدل.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.