TOOSnews
اعلان
د کندهار روز مزده کارګران په دولتي پروژو کې د طالبانو پر اړوندو کسانو له ګومارنې شکایت کوي.
افغانستانټوس نیوز

د کندهار روز مزده کارګران په دولتي پروژو کې د طالبانو پر اړوندو کسانو له ګومارنې شکایت کوي.

۲۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې یو شمېر روز مزده کارګران شکایت کوي چې له ورځنیو هڅو سره سره د کار په موندلو نه بریالي کېږي. دوی وايي، د طالبانو په ځینو دولتي پروژو کې د اړمنو او بې‌وسه کارګرو پر ځای هغه کسان ګومارل کېږي چې له دې ډلې سره اړیکې او واسطې لري.

دغه کارګران تر ډېره د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د چوڼي په سیمه او یو شمېر نورو ځایونو کې راټولېږي، څو د یوې ورځې لپاره د کار زمینه ورته برابره شي؛ خو ډېر یې بې‌له دې چې کار پیدا کړي، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. د دوی په وینا، کله ناکله څلور یا پنځه ورځې پرله‌پسې هم د کار په موندلو نه بریالي کېږي.

نورالله، چې د رنګ‌مالۍ مسلکي کارګر دی او د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ څخه کندهار ته راغلی، وايي چې په یوه اوونۍ کې یوازې یوه یا دوه ورځې د کار فرصت پیدا کوي. د هغه په خبره، د داسې نامنظم عاید له لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.

یو شمېر کارګران ادعا کوي چې د ښاروالۍ، کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او ځینو نورو ادارو په پروژو کې کسان د طالبانو له اړیکو او باور سره سم پر دندو ګومارل کېږي.

یو کارګر، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي، له څو میاشتو کار کولو وروسته د ښاروالۍ د تنظیف له برخې څخه له څو نورو کارګرانو سره یوځای له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې طالبان ته نږدې کسان ګومارل شوي دي.

د دغو کارګرانو یو شمېر یې د کار موندلو لپاره د بدخشان او فاریاب ولایتونو کانونو ته هم تللي دي؛ خو د دوی په وینا، هلته هم تر ډېره هغه کسان په دندو ګومارل کېدل چې له مسوولینو او کار ورکوونکو سره یې اړیکې درلودې.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان په منظم ډول د بیارغونې پروژو د پیل خبرونه خپروي. خو کارګران وايي، په دغو پروژو کې د کار فرصتونه په مساوي توګه د کار غوښتونکو په واک کې نه ورکول کېږي.

بلخوا، د کاري فرصتونو نشتوالي او د کار بازار رکود یو شمېر ځوانان اړ کړي چې د کار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته پر ناقانونه او قاچاقي لارو سفر وکړي؛ هغه لارې چې ډېری یې د سفر پر مهال د نیول کېدو له خطر سره مخ کوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.