د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې، د پاکستان بهرني پورونه په تېره یوه لسیزه کې نږدې دوه برابره زیات شوي او په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۳۵ میلیارده ډالرو اوښتي دي؛ هغه وضعیت چې د دغه هېواد د پورونو د مخ پر زیاتېدونکي بار په اړه اندېښنې زیاتوي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو پورونو په راپور کې راغلي چې د پاکستان بهرني پورونه په ۲۰۱۵ کال کې ۶۸ میلیارده او ۶۷۳ میلیونه ډالره وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا رقم ۱۳۵ میلیارده او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د راپور د شمېرو له مخې، د پاکستان د ټول بهرني پور له ډلې ۱۰۷ میلیارده او ۷۶۰ میلیونه ډالره د حکومت او هغو پورونو پورې اړه لري چې د دولت له لوري یې د بېرته ورکړې ضمانت شوی دی. د دغه هېواد خصوصي سکټور هم ۱۷ میلیارده او ۵۸۰ میلیونه ډالره بهرني پورونه لري چې حکومت یې د ورکړې مسوولیت نه دی منلی. سربېره پر دې، د پاکستان لنډمهاله بهرني پورونه ۱۰ میلیارده او ۴۵۰ میلیونه ډالره دي.
نړیوال بانک څرګندوي چې پاکستان تر ټولو ډېر پورونه له څو اړخیزو مالي بنسټونو اخیستي دي. د راپور له مخې، د دغو بنسټونو پورونه ۵۶ میلیارده او ۸۳۰ میلیونه ډالره، له بېلابېلو هېوادونو څخه پورونه ۴۲ میلیارده او ۴۳۰ میلیونه ډالره او له خصوصي پور ورکوونکو څخه اخیستل شوي پورونه ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
چین د ۲۲ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالرو پور په لرلو سره د پاکستان تر ټولو لوی بهرنی پور ورکوونکی هېواد بلل شوی دی. دغه راز، پاکستان له نړیوال بانک څخه ۱۹ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره او له اسیا پراختیايي بانک څخه ۱۶ میلیارده او ۸۳۰ میلیونه ډالره پور اخیستی دی.
راپور د پورونو د ورکړې د شرایطو په اړه هم د پام وړ توپیرونه په ګوته کوي. د څو اړخیزو مالي بنسټونو د پورونو د بېرته ورکړې منځنۍ موده ۱۶ کاله ده او کلنۍ ګټه یې ۳،۶ سلنه ټاکل شوې ده. د دغو پورونو د ورکړې له پیلېدو مخکې څلور کلن مهلت هم ورکړل شوی دی.
په مقابل کې، له خصوصي پور ورکوونکو څخه د پاکستان د اخیستل شویو پورونو د ګټې منځنۍ کچه ۸،۶ سلنه ده، د بېرته ورکړې موده یې په اوسط ډول درې کاله او د ورکړې د پیلېدو لپاره مهلت یوازې یو کال دی.
د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په سیمه کې د ناخالص ملي عاید په پرتله د بهرنیو پورونو کچه هم لوړه شوې ده. دا شاخص په ۲۰۲۵ کال کې ۲۹،۴ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۶،۷ سلنه و.
نړیوال بانک ویلي چې د پورونو په دې نسبت کې د ۲،۷ سلنهییزو ټکو زیاتوالی د نړۍ د ټولو سیمو په پرتله تر ټولو لوړه کلنۍ وده ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې چین په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د دوو میلیارده ډالرو پورونو د بېرته ورکړې نېټه غځولې ده.
بل لور ته، د پیسو نړیوال صندوق هم د دوو مالي پروګرامونو په چوکاټ کې پاکستان ته د ۲،۳ میلیارده ډالرو په ارزښت نوي پورونه ورکړي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








