TOOSnews
اعلان
جمعه خان فاتح څوک دی او څنګه تر ۱۰ زره کسیز لښکر پورې ورسېد؟
افغانستانټوس نیوز

جمعه خان فاتح څوک دی او څنګه تر ۱۰ زره کسیز لښکر پورې ورسېد؟

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

جمعه فاتح، د بدخشان د درواز په حوزه کې د طالبانو تاجک‌تباره قوماندان، د دې ډلې د نظامي جوړښت له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کېږي. هغه شاوخوا ۱۵ کاله مخکې له طالبانو سره یوځای شو او د جګړې د کلونو په ترڅ کې یې د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد په جګړو کې یې د دې ډلې په پوځي فعالیتونو کې برخه اخیستې وه. خو وروستي بدلونونه په بدخشان کې ښيي چې هغه نور د طالبانو د لوړپوړو مشرانو ځینې امرونه نه مني او د دې ډلې رهبري هغه د «سرغړونکي» عنصر په توګه معرفي کوي او د مهار یا ځپلو هڅه یې کوي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، جمعه فاتح شاوخوا یو کال مخکې د کابل له سقوط نه وړاندې، د بدخشان په ستراتیژیکو سیمو کې د بریدونو په ترسره کولو او د پخواني حکومت پاتې ځینې وسلو زېرمو په نیولو سره په دروازو کې خپل نظامي موقعیت پیاوړی کړ. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، هغه د نسي ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو او په تېرو څلورو کلونو کې یې په دې سیمه کې خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي نفوذ پراخ کړی دی. پلویان یې هغه «د درواز فاتح» او «د درواز د خلکو عمومي امیر» بولي؛ هغه څه چې د طالبانو د مشرانو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

راپورونه ښيي چې په بدخشان کې د هغه د قدرت او خپلواکۍ زیاتوالی ورو ورو د طالبانو د رهبرۍ د اندېښنې لامل ګرځېدلی ده. د همدې معلوماتو له مخې، د هغه د نفوذ د کمولو لپاره شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د طالبانو د رهبري له لوري هغه د زابل ولایت د والي مرستیال وټاکل شو. هغه له شاوخوا یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته زابل ته ولاړ، خو لږ وخت وروسته بېرته بدخشان ته ستون شو او تر دوو میاشتو زیات وخت کېږي چې د خپلې دندې ځای ته له ستنېدو ډډه کوي.

د طالبانو اړوند سرچینې وایي چې هغه په زابل کې د حضور پر مهال داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې ښيي د هغه د نیولو یا هدف ګرځولو احتمال موجود دی. له همدې امله، نوموړي بدخشان ته له ستنېدو وروسته په سیمه کې خپل حضور او نظامي ترتیب نور هم پیاوړی کړی دی.

د راپورونو له مخې، جمعه فاتح د غبرګولي په ۱۱مه نېټه د نسي ولسوالۍ د «جوی‌دره» په کلي کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وینا کړې او ادعا یې کړې چې شاوخوا ۲۵۰۰ وسله وال کسان تر خپل امر لاندې لري، او د هغه د ځواکونو شمېر په ټول بدخشان او شمال ختیځ کې شاوخوا ۱۰ زرو ته رسېږي.

د بېلابېلو سرچینو موندنې ښيي چې هغه د پخواني حکومت له دورې پاتې ځینو وسلو زېرمو ته هم لاسرسی پیدا کړی دی. ویل کېږي دغه زېرمې د سپکو او درنو وسلو څخه جوړې دي، چې مخکې د سیمه‌ییزو قوماندانانو په واک کې وې او د بېلابېلو بدلونونو وروسته یې کنټرول بدل شوی دی.

ځايي سرچینې همدارنګه ادعا کوي چې دغه قوماندان په وروستیو کلونو کې د محلي عوایدو، لکه د معدني سرچینو استخراج، او همدارنګه د وسلو غیر رسمي پېر او پلور له لارې توانېدلی چې خپله د وسلو برخه پیاوړې کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.