TOOSnews
اعلان
طالبان: د پکتیکا پر ملکي کورونو، د پاکستان د بریدونو له امله یو تن وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: د پکتیکا پر ملکي کورونو، د پاکستان د بریدونو له امله یو تن وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

۱۱ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو برید کړی، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ، د لړم په لسمه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پاکستاني ځواکونو د غرمې شاوخوا درې بجې د شکین ولسوالۍ د سور ډاک کلي د اوسېدونکو کورونه په نښه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي. طالبانو همدارنګه ویلي چې د برید له امله ملکي وګړو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

پاکستان تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د څو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی، چې دواړو لورو ترې هرکلی کړی دی.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.