د سمنګان ولایت د درهصوف پایین ولسوالۍ کې د یوه نامعلوم وحشي او داړونکي ځناور د برید له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د طالبانو د سمنګان د والي دفتر ویلي، پېښه د سېشنبې شپې د درهصوف پایین ولسوالۍ د قرهجنګل او اویمتان شمالک کلیو کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، بریدګر ځناور وروسته له نیول کېدو وژل شوی دی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې تر څارنې لاندې دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، دغه وحشي ځناور د خلکو تر څنګ د کلیو یو شمېر سپي هم ژوبل کړي دي. د پېښې له سیمې ترلاسه شوي انځورونه ښيي چې دا ځناور له لېوه او ګیدړ سره ورته والی لري، خو تر اوسه یې دقیق ډول نه دی مشخص شوی.
د راپورونو له مخې، ځینې قربانیان، په ځانګړي ډول ماشومان، د مخ او د بدن په نورو برخو کې سخت ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غرنیو او کلیوالو سیمو اوسېدونکي وخت ناوخت د وحشي حیواناتو له ورته بریدونو سره مخ کېږي؛ هغه بریدونه چې ډېری وخت د ځنګلي ژوو د استوګن ځایونو د بدلون، انسانانو ته د هغوی د نږدې کېدو او یا هم د ناروغو څارویو له امله رامنځته کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








