TOOSnews
اعلان
په مزارشریف کې یو امریکایی وګړی د مسیحیت د تبلیغ په تور نیول شوی.
افغانستانټوس نیوز

په مزارشریف کې یو امریکایی وګړی د مسیحیت د تبلیغ په تور نیول شوی.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خبري سرچینو د راپورونو له مخې، ۴۴ کلن امریکایي وګړی «ټاډ اډم بېکر» د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې نیول شوی دی. د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، د هغه د استوګنې ځای ته په ننوتلو سره نوموړی نیولی دی.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د دغه امریکایي وګړي د روغتیايي وضعیت او یا هم د هغه د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي، او د هغه د نیولو د څرنګوالي په اړه هم نور جزییات نه دي ترلاسه شوي.

دغو سرچینو دا ادعا هم کړې چې ټاډ اډم بېکر، چې شاوخوا لس کاله یې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي، د عیسویت د تبلیغ په تور نیول شوی دی. خو طالبانو تر اوسه د دې راپور او یا هم د یاد شوي تور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.