TOOSnews
اعلان
مولوي عبدالكبير: له نړۍ سره د شريعت پر بنسټ د رغنده اړيكو غوښتونكي يو.
افغانستانټوس نیوز

مولوي عبدالكبير: له نړۍ سره د شريعت پر بنسټ د رغنده اړيكو غوښتونكي يو.

۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د شریعت پر بنسټ د مثبتو او رغنده اړیکو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د لړم پر درېیمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر په بلخ کې د کابل او بلخ له والیانو سره په لیدنه کې له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ له تجربو ګټه واخلي.

نوموړي ادعا کړې، چې د طالبانو اداره د خپلو مالي سرچینو په کارولو سره د سترو اقتصادي پروژو د پلي کولو وړتیا لري او کولای شي دې برخې ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل څخه شاوخوا پنځه کاله تېرېږي، خو تر روسیې پرته هېڅ بل هېواد دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. د منځنۍ اسیا هېوادونو او د روسیې نږدې اړیکو لرونکو ځینو نورو هېوادونو هم د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي. په ورته وخت کې، په تېرو کلونو کې د افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر پولو امنیتي ستونزې او سیاسي ترینګلتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا په همدې لیدنه کې د هېواد په شمال کې امنیتي وضعیت بشپړ خوندي بللی او ویلي یې دي، چې د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته پاملرنه شوې او له هغوی سره سوداګریزې اړیکې په ښه وضعیت کې دي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي وو، چې دا ډله به د منفي تبلیغاتو له امله د شریعت د احکامو له پلي کولو لاس وانخلي. نوموړي د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه نړیوالې نیوکې رد کړې او ادعا یې کړې وه، چې په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې بشري حقونه تامینېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.