نظامالدین قیصاري، چې د جنبش ګوند د مشرۍ ادعا لري، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ته خبرداری ورکړی، چې د ازبکي خولۍ د پر سرولو له امله د یوه محصل د وهلو غچ به ترې واخلي.
قیصاري دغه خبرداری د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۵مه، په ایران کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځغونډې پر مهال ورکړی دی. په دې مراسمو کې د کابل پوهنتون د ازبکي څانګې هغه محصل، هبتالله یعقوب اوغلو، هم ورسره ولاړ و، چې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د ندا محمد ندیم له لوري د ازبکي خولۍ د پر سرولو له امله وهل شوی و.
د راپور له مخې، دغه محصل له پېښې وروسته د زدهکړو پرېښودو او له هېواده وتلو ته اړ شوی دی. د نوموړي وهل له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.
ویل کېږي، ندا محمد ندیم د محصل د وهلو لامل دا ښودلی و، چې د هغه خولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین خولۍ ته ورته وه او د ده په ادعا، د دغسې خولۍ پر سرول سیاسي انګېزه لرله.
تر اوسه د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر او د هغه اړوندو کسانو د قیصاري دې خبرداري ته غبرګون نه دی ښودلی.
نظامالدین قیصاري د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د سیمهییزو پاڅونوالو له قومندانانو او د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړې وې. هغه د جمهوري نظام له لوري د باج اخیستو او انسان تښتونې په تورونو هم تورن شوی و.
قیصاري د خپل ګوندي له مشر عبدالرشید دوستم سره هم له ناندریو ډکې اړیکې لرلې. نوموړی د ۱۴۰۱ لمریز کال په چنګاښ کې د طالبانو په بلنه کابل ته ستون شو او د هغوی له واکمنۍ یې ملاتړ اعلان کړ، خو وروسته بېرته ایران ته ولاړ.
هغه د تېر کال د لړم په ۱۶مه په تهران کې، د جنبش ګوند د رهبرۍ د غړو له نشتون سره سره، په یوې غونډه کې ځان د دغه ګوند رئیس اعلان کړ. عبدالرشید دوستم، چې د جنبش ګوند بنسټګر او مشر دی، تر اوسه د قیصاري دې اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








