د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، په یوه تازه فرمان کې خبرداری ورکړی چې د دې ډلې پر چارواکو او کارکوونکو بېاساسه تورونه لګول او داسې نیوکې کول چې د ده په وینا له واقعیتونو سره سمون ونه لري، جواز نه لري او سرغړوونکي یې د تعزیري سزا له ګواښ سره مخ کېدای شي.
دا فرمان د «اسلامي امارت پر کارکوونکو او مسؤلینو د بېځایه تورونو او سپکاوي مخنیوي» تر سرلیک لاندې د طالبانو د سترې محکمې د «میزان» مجلې په پنځهویشتمه ګڼه کې خپور شوی دی.
په فرمان کې راغلي چې د اسلامي لارښوونو له مخې، پر مسؤلینو بېاساسه تورونه لګول او له واقعیتونو لرې نیوکې کول له شرعي پلوه جواز نه لري. په دې سند کې د ناسمو خبرونو خپرول او د اوازو خپرول هم غندل شوي او ویل شوي چې دا ډول کړنې د مسلمانانو ترمنځ کینه او دښمني رامنځته کولای شي، د خلکو باور له منځه وړلای شي او د افرادو اراده کمزورې کولای شي.
په دې فرمان کې راغلي محدودیتونه یوازې د طالبانو چارواکي نه رانغاړي، بلکې د دې ډلې د ادارو پر کارکوونکو، دیني عالمانو او طالب ځواکونو سپکاوی هم پکې شامل دی.
د دې سند په یوه بله برخه کې د عامه خدمتونو پر کارکوونکو او هغو کسانو تېری کول چې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت لري، لکه د طالب سرتېرو وهل، د هغوی د جامو څېرل او ښکنځل، هغه کړنې بلل شوې چې د تعزیري سزا لامل کېدای شي.
هبتالله اخندزاده همداراز د قضايي بنسټونو سپکاوی او د محکمې د غونډو د نظم ګډوډول هغه سرغړونې بللې دي چې قاضي کولای شي د هغو په بدل کې تعزیري سزا وټاکي. خو په فرمان کې ټینګار شوی چې د سرغړوونکو بښل غوره ګڼل کېږي.
د دې فرمان په پای کې د طالبانو له اداري کارکوونکو، ځواکونو او رسنیو غوښتل شوي چې د هغه حکمونه مراعت کړي.
منتقدان وايي، دا ډول فرمانونه کولای شي د طالبانو د چارواکو پر کړنو د نیوکې او د دې ډلې پر فعالیتونو د عامه څارنې فضا نوره هم محدوده کړي او د رسنیو لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونو د کړنو ارزونه او په اړه یې راپور ورکول ستونزمن کړي.
هبتالله اخندزاده تر دې وړاندې هم د طالبانو پر پرېکړو او فرمانونو له ښکاره نیوکې سره مخالفت کړی و. هغه په یوه غږیز پیغام کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدي په میاشت کې خپور شوی و، د دې ډلې له ځواکونو غوښتي وو چې هېچا ته اجازه ورنه کړي څو د طالبانو پر فرمانونو نیوکه وکړي یا یې پر وړاندې اعتراض وکړي. هغه په هغه وخت کې ښکاره اختلاف او مخالفت د دې ډلې د کمزوري کېدو او ړنګېدو لامل بللی و.
لیکواله:رویا ستانکزی








