TOOSnews
اعلان
بې پولې ډاکټران: په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی.
افغانستانټوس نیوز

بې پولې ډاکټران: په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی.

۲۸ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د پېښو له پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې پراخې بې‌وزلۍ او د خوراکي توکو کمښت ګڼې کورنۍ له دې عاجزې کړې دي چې خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په روغتونونو کې د خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی دی.

دغه سازمان په خپل هغه راپور کې چې د لړم په ۲۷مه یې خپور کړی، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت شوې دي.

دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸.۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، په همدې موده کې د شپږو میاشتو څخه د کم عمره هغو ماشومانو شمېر هم ۳۱.۵ سلنه زیات شوی چې د خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په وینا، په دغو درېیو ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان د روغتیايي مرکزونو د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶.۵ څخه تر ۳۵.۷ سلنې پورې جوړوي.

په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د درملنې برخې همغږې کوونکې، آنا بانډا، ویلي چې ځینې میندې اړ کېږي خپل په خوارځواکۍ اخته ماشومان دوه یا درې ځله روغتون ته ولېږدوي؛ خو ماشومان تر رخصتېدو او بېرته کور ته تر ستنېدو وروسته بیا له همدې ستونزې سره مخ کېږي، ځکه کورنۍ یې د کافي او مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري.

هغې زیاته کړې چې بې‌وزلي، روغتیايي مرکزونو ته اوږد واټن، د ماشومانو د پالونکو روغتیايي ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالو بشري مرستو د بودیجې کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار نور هم زیات کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجه یوازې ۱۹ سلنه برابره شوې وه.

د مالي سرچینو د کمښت له امله، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په ټول افغانستان کې ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د دې له امله شاوخوا ۲.۱۷ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

همدارنګه، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او یو میلیون او ۲۷۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او خوارځواکۍ پراخېدل په داسې حال کې دوام لري چې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو اقتصادي توان لا نور هم کم کړی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم خبرداری ورکړی و چې سخته لوږه نه یوازې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي، بلکې هغوی له زده‌کړو هم محروموي او د دوی تعلیمي راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.