لیکوال او شنونکي حبیبالرحمن حکمتیار د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د انسانانو له خوا د قوانینو جوړول په خپله له اسلام سره په ټکر کې نه دي، بلکې د ټولنې د چارو د تنظیم لپاره د مقرراتو جوړول اړین دي.
حکمتیار ټینګار کړی چې باید د هغو قوانینو ترمنځ توپیر وشي چې له قطعي شرعي احکامو سره مخالفت لري او هغو مقرراتو چې د دولتي ادارو د چارو او ټولنیز نظم د تنظیم لپاره جوړېږي.
نوموړي د طالبانو د حکومت بېلابېل وزارتونه او ادارې د خپلو قوانینو، فرمانونو او طرزالعملونو د جوړولو بېلګې بللې او ویلي یې دي چې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم له ۴۱ دولتي ادارو غوښتي چې د قوانینو مسودې چمتو او د تصویب لپاره یې اړوندو پړاوونو ته ولېږي.
هغه د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون ته په اشارې پوښتنه کړې چې په دغه قانون کې د ۳۵ مادو ترتیب، اداري جوړښت او د محتسبانو واکونه ایا په همدې بڼه په قرآن کریم کې مشخص شوي دي؟
حکمتیار د طالبانو د جزایي محاکمو اصولنامه هم د بحث وړ بللې او ویلي یې دي چې د دې ډول اسنادو محتوا باید د اسلامي عدالت او د قانون پر وړاندې د برابرۍ له اصولو سره پرتله شي. د نوموړي په باور، قرآن کریم د اسلامي احکامو او ارزښتونو بنسټ دی، خو د حکومتولۍ اداري جوړښت، د چارواکو واکونه او د ټولنیزو چارو تنظیم داسې برخې دي چې د انسانانو له خوا د مقرراتو او قوانینو جوړولو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د افغانستان په وضعي قوانینو کې د وخت په تېرېدو بدلونونه راغلي او د طالبانو د اساسي قانون په اړه یې د نیوکو په ځواب کې قرآن کریم د اوسني اساسي قانون په توګه یاد کړی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغې ادارې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۷۵ تقنیني سندونه خپاره کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








