د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دي؛ داسې مهال چې په ځینو سیمو کې د هوا تودوخه تر منفي ۲۵ درجو پورې رسېږي.
دې ادارې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه سازمانونو غوښتي، چې له اړمنو کورنیو سره د تودو جامو، د تودوخې د وسایلو او سرپناه په برابرولو کې بېړنۍ مرستې وکړي.
د دې ادارې هسپانیايي کارکوونکې، آمایا مارتینز، په هغه ویډیو کې چې د کابل ښار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له یوه ګودام څخه خپره شوې، ویلي چې ګڼ شمېر کورنۍ د ژمي له سختې یخنۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره لومړنیو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.
نوموړې د جمعې په ورځ د ژمي په موسم کې د خلکو د ژوند د سختو شرایطو په اړه ویلي، چې زرګونه کورنۍ له ناوړه وضعیت سره مخ دي او خلک هره ورځ هڅه کوي، چې ځانونه له سختې یخنۍ څخه وساتي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د مالي سرچینو او بشري مرستو په برابرولو سره د زیانمنو او اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د کډوالو پراخ راستنېدل، اقتصادي کړکېچ، د بېوزلۍ زیاتوالی او د لومړنیو امکاناتو کمښت د ډېرو افغان کورنیو د ژوند وضعیت لا ستونزمن کړی دی. د ژمي سختې یخنۍ هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې او د بېړنیو بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.
بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د ۸.۸ میلیونه ډالرو بودیجې د کمښت له امله د ژمي په موسم کې له څه باندې ۱۴۰ زره کسانو سره د مرستو بهیر د درېدو له خطر سره مخ دی.
دغه سازمان ویلي وو، که نورې مالي سرچینې برابرې نه شي، لسګونه زره کسان به د ژمي له سختې یخنۍ سره د مقابلې لپاره له کافي مرستو بېبرخې پاتې شي او ښايي له حیاتي بشري مرستو څخه هم محروم شي.
لیکواله:رویا ستانکزی








