TOOSnews
اعلان
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سیمه کې د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.
نړۍټوس نیوز

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سیمه کې د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.

۲۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د امنیت شوراګانو منشیانو په مسکو کې په یوه ګډه غونډه کې د ترهګرو فعالیتونو د پراختیا، د نشه‌یي توکو د قاچاق او په سیمه کې د احتمالي شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د عقرب په ۱۹مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړه شوې وه. ګډونوالو د غړو هېوادونو او ګاونډیو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې او د نویو ګواښونو پر وړاندې یې د ګډو دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د سایبري جرمونو پر وړاندې مبارزه، ناقانونه کډوالي او ترهګریز ګواښونه د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو. همدارنګه، یو شمېر اسناد د ډله‌ییز امنیت شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شوي، چې موخه یې د ګډو هوايي ځواکونو پراختیا، د هوايي دفاعي سیستمونو پیاوړتیا او د بیولوژیکي امنیت تأمین بلل شوی دی.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تاجکستان په کوربه‌توب ترسره شي.

تاجکستان له افغانستان سره څه باندې ۱۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې له غرنیو او سختو لارو تېره شوې ده. د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان تر دې وړاندې هم د افغانستان په شمال کې د ترهګرو او افراطي ډلو د فعالیتونو په اړه څو ځله اندېښنه څرګنده کړې او د داعش خراسان څانګه یې د منځنۍ اسیا او د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته یو ګواښ بللی دی.

د راپور له مخې، د غړو هېوادونو اندېښنه دا ده چې د افغانستان له خاورې څخه د افراطي ډلو فعالیتونه، د نشه‌یي توکو قاچاق او ترهګریز ګواښونه د دوی قلمرو ته خپاره نه شي. له همدې امله، دوی د خپلو امنیتي پروګرامونو په لومړیتوبونو کې د پولو کنټرول او ساتنې ته ځای ورکړی دی.

په همدې لړ کې، دغه سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن ګډ پروګرام هم پیل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې، روسیه، قزاقستان، بېلاروس او قرغزستان به د روان میلادي کال تر پایه تاجکستان ته وسلې، پوځي تجهیزات او د پولو د ساتنې تخنیکي امکانات وسپاري.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.