TOOSnews
اعلان
روسیې او اوکراین د امریکا په منځګړیتوب په ابوظبۍ کې د سولې خبرې پیل کړې.
نړۍټوس نیوز

روسیې او اوکراین د امریکا په منځګړیتوب په ابوظبۍ کې د سولې خبرې پیل کړې.

۱۹ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې او اوکراین استازو د سې‌شنبې په ورځ، د امریکا د څو میاشتو هڅو په پایله کې، د جګړې د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې پیل کړې. دغه خبرې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د جګړې د پای ته رسېدو د احتمال خبر ورکړی و.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جرد کوشنر د غونډې په پیل کې وویل چې له دواړو لورو سره د واشنګټن وروستیو اړیکو د اختلافاتو په کمولو کې مرسته کړې ده او امریکا د پاتې ستونزو د حل لپاره طرحې لري. هغه زیاته کړه چې ټرمپ د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي او له امریکايي پلاوي یې غوښتي چې داسې حل‌لاره ومومي چې جګړه پای ته ورسوي او د دواړو هېوادونو لپاره د باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.

د اصلي غونډې له پیل مخکې، د اوکراین پلاوي د اروپا، ناټو او اروپايي ټولنې له استازو، او همدارنګه د امریکا له دوو استازو، جرد کوشنر او سټیو ویټکاف سره جلا لیدنه وکړه.

د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف په خپلو پرانیستونکو خبرو کې وویل چې د کییف اساسي تمرکز د امنیتي تضمینونو ترلاسه کول او د تلپاتې سولې ټینګښت دی.

بل لور ته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی چې مسکو غواړي د اوکراین د جګړې جزئیاتو ته تر ننوتلو مخکې په اروپا کې د یوه پراخ امنیتي چوکاټ د رامنځته کولو په اړه خبرې وشي.

هغه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې لومړی باید د راتلونکي امنیتي جوړښت لپاره روښانه معیارونه وټاکل شي او وروسته د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پر اصلي موضوعاتو خبرې وشي.

په همدې حال کې، د دغو مذاکراتو له پیل سره هم‌مهاله، یو شمېر اروپايي چارواکو د سولې په بهیر کې د خپلو هېوادونو د فعال ګډون غوښتنه کړې ده.

فرانسې ټینګار کړی چې د اروپا امنیتي اندېښنو ته له رسېدنې پرته په اوکراین کې د تلپاتې سولې ترلاسه کول ناشوني دي او اروپايي هېوادونه هم باید په دغو خبرو اترو کې ونډه ولري.

خو روسیې ویلي چې په اوسنۍ غونډه کې، چې د امریکا او اوکراین استازي پکې ګډون لري، د اروپايي لورو د ګډون لپاره هېڅ زمینه نه ویني.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.