TOOSnews
اعلان
مجاهد: په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته هېڅ امنیتي ګواښ نشته.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته هېڅ امنیتي ګواښ نشته.

۱۵ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د لوېدیځو هېوادونو وروستیو امنیتي خبرداریو ته په غبرګون کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې له واقعیتونو سره سمون نه لري.

مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم جدي امنیتي ګواښ نه متوجه کېږي او د لوېدیځو هېوادونو له لوري د سفرونو په اړه خپرې شوې سپارښتنې بې‌ځایه دي.

نوموړي په کابل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دا ډول خبرداري د خلکو ترمنځ د وېرې او اندېښنې د رامنځته کولو لامل کېږي، خو په خبره یې، بهرني سیلانیان، خبریالان او نور وګړي په عادي ډول افغانستان ته سفرونه کوي او د تګ راتګ پر وړاندې یې کوم خنډ نشته.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورته امنیتي خبرداري خپرېږي، خو د ده په وینا، په دې موده کې بهرنیو وګړو ته د دغو اندېښنو په کچه کوم زیان نه دی اوښتی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا، بریټانیا، کاناډا، جرمني او اسټرالیا په ګډون لږ تر لږه پنځو هېوادونو افغانستان ته د سفر په اړه د خطر تر ټولو لوړه، څلورمه کچه خبرداری ورکړی دی.

دغو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو، د نیول کېدو او تښتول کېدو د احتمالي خطرونو له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

بلخوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند تر دې مخکې ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او سیاحتي سیمو ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او بهرني وګړي کولای شي په ډاډه توګه افغانستان ته سفر وکړي؛ خو د لوېدیځو هېوادونو پرله‌پسې خبرداري ښيي چې د افغانستان د امنیت په اړه د هغوی ارزونه لا هم له دغو څرګندونو سره توپیر لري.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.