TOOSnews
اعلان
په څو اروپايي هېوادونو کې د بمي ګواښونو له امله هوايي تګ راتګ ګډوډشوى.
نړۍټوس نیوز

په څو اروپايي هېوادونو کې د بمي ګواښونو له امله هوايي تګ راتګ ګډوډشوى.

۱۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له دوبلین څخه د ایټالیا پلازمېنې روم ته روانه یوه مسافر وړونکې ایربس الوتکه د بمي ګواښ له امله اړ شوې چې د فرانسې په شمال کې یوې پوځي اډې ته بېړنۍ ناسته وکړي.

د فرانسې د چارواکو په وینا، دغه الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۵مه) د بمي ګواښ تر ترلاسه کولو وروسته خپله ټاکل شوې لاره بدله کړه او د فرانسې د هوايي ځواک د جنګي الوتکو تر څارنې او بدرګې لاندې د اورو پوځي اډې ته ورسېده.

چارواکو ویلي، په الوتکه کې سپاره ټول ۱۵۱ مسافر او د عملې شپږ غړي په خوندي توګه ایستل شوي او د بمونو شنډولو ځانګړي ټیمونه د پلټنو لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.

په ورته وخت کې، د اروپا په څو نورو هېوادونو کې هم د بمي ګواښونو له امله هوايي تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی. د راپورونو له مخې، په ایټالیا، فنلنډ، چک جمهوریت او بلغاریا کې هم یو شمېر الوتکې له ورته ګواښونو سره مخ شوې دي.

د ایټالیا یوې الوتکې چې له هلسینکي څخه روم ته روانه وه، د جنګي الوتکو په بدرګه بېړنۍ ناسته کړې او د روم په فیومیچینو هوايي ډګر کې الوتنې هم د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې دي.

همدارنګه، د فنلنډ هوايي شرکت فین‌ایر ویلي چې ویانا ته روانه یوه الوتکه یې هم له ورته ګواښ سره مخ شوې وه، خو په خوندي توګه کېناسته. د چک جمهوریت پولیسو هم پراګ ته د روانو څلورو الوتکو پر وړاندې د بمي ګواښونو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د بلغاریا د ترانسپورټ وزارت صوفیې ته د رایان‌ایر شرکت د درېیو الوتنو په اړه د ورته خبرداریو پخلی کړی دی.

دا پېښې وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د سې‌شنبې په ورځ هم په پولنډ او هسپانیه کې د شاوخوا لسو اروپايي الوتنو د بمي ګواښونو له امله تګ راتګ له خنډونو سره مخ شوی و. د برېټانیا حکومت دغه ګواښونه درواغجن او ویجاړونکي بللي دي.

په وروستیو اوونیو کې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې ورته ګواښونو د ملکي الوتنو بهیر ګډوډ کړی او د هوايي ډګرونو عادي فعالیت یې د څو ساعتونو لپاره ځنډولی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.