د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهيي د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو له جګپوړو قوماندانانو سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې هر ډول ګواښ ته باید «سملاسي، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب» ورکړل شي.
دا له هغه وروسته له پوځي قوماندانانو سره د مجتبی خامنهيي لومړنۍ اعلان شوې لیدنه ده، چې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د ایران د مذهبي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ټینګار کړی، که پر ایران بیا بریدونه پیل شي او یا یې چارواکي په نښه شي، د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه به د جګړې د پای ته رسولو شرایط پخپله وټاکي.
مجتبی خامنهيي دغه راز د ایران پر دفاعي ځواکونو غږ کړی، چې د استخباراتي او تجهیزاتي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره پرمختللي وسایل او امکانات ترلاسه کړي.
په دې لیدنه کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز عبداللهي، د پوځ قوماندان امیر حاتمي او د سپاه پاسداران لوی قوماندان احمد وحیدي هم نوموړي ته په سیمه کې د خپلو امنیتي تدابیرو او پوځي وړتیاوو په اړه معلومات ورکړي دي.
مجتبی خامنهيي د خپل پلار علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته د هغه ځایناستی ټاکل شوی، خو تر اوسه له خلکو او رسنیو لرې په یوه ناڅرګند ځای کې ژوند کوي.
لیکوال:سعید سمیر








