په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازي، نصیر احمد اندیشه، د کډوالۍ نړیوال سازمان په غونډه کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د زیاتوالي او د هېواد په پولو کې د راستنېدونکو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي د جمعې په ورځ، د لړم په اتمه، د دغه سازمان د پروګرامونو او بودجې د دایمي کمېټې په ۳۹مه غونډه کې وویل، چې افغانستان د کډوالۍ نړیوال سازمان په روانه کلنۍ بودجه کې لومړیتوب لري.
اندیشه د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونه د اقتصادي ثبات، د ټولنې د بیارغونې او د راستنېدونکو د بیا ادغام بهیر ته زیان رسوونکي بللي او ټینګار یې کړی، چې دغه سیاستونه د هېواد پر بشري او اقتصادي وضعیت پراخې اغېزې لري.
د افغانستان استازي له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه نړیوال مقررات او د هغوی انساني کرامت ته درناوی وکړي. هغه همدارنګه له کوربه هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره له ناسم چلند او د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې د برخلیک په اړه یې ډاډ نشته.
اندیشه د خپلو خبرو په بله برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره د اوږدمهاله پروګرامونو پر جوړولو او د کافي بودجې پر ځانګړي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې بېړنۍ او لنډمهاله مرستې په یوازې ځان د هغوی اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې لسګونه زره راستنېدونکي او کورني بېځایه شوي کسان کافي سرپناه او د تودوخې وسایلو ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان په وینا، د اړتیا وړ بودجې د ۸.۸ میلیونه ډالرو کمښت له امله، له ۱۴۰ زرو څخه د زیاتو کسانو لپاره د ژمنیو مرستو رسېدل له خطر سره مخ شوي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








