TOOSnews
اعلان
افغان ايواک: د ټرمپ حكومت له ټاكنو يوه اونۍ وروسته د افغان كډوالو د ايستلو پلان لري.
نړۍټوس نیوز

افغان ايواک: د ټرمپ حكومت له ټاكنو يوه اونۍ وروسته د افغان كډوالو د ايستلو پلان لري.

۹ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک» خبرداری ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت ښايي له منځمهالو ټاکنو یوه اونۍ وروسته د یو شمېر افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د لېږدولو پلان عملي کړي.

د دغه سازمان مشر شان ون‌دایور له امریکایي کانګرسه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۲۰۲۹ کال تر جولای میاشتې پورې د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیول شي.

د افغان ایواک په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د امریکا حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال په الوتکو کې افغانستان ته ولېږدوي او طالبانو ته یې وسپاري.

د ون‌دایور په وینا، د دې پلان د پلي کېدو لپاره له ټاکنو یوه اونۍ وروسته وخت په پام کې نیول شوی، ځکه په هغه وخت کې به د خلکو پام تر ډېره د ټاکنو له پایلو او اړوندو خبرونو سره بوخت وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پلان له مخې ښايي ځینې افغان کډوال هغه مهال ونیول شي، چې په خپله خوښه د ځینو اداري چارو د ترسره کولو لپاره د کډوالو ادارې ته ورځي.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له محدودیتونو سره مخ دي، پخواني پوځیان او دولتي کارکوونکي له شکنجې او وژنو سره مخامخ شوي او د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو کورنۍ هم تر تعقیب او ځورونې لاندې دي.

د افغان ایواک مشر له کانګرسه غوښتي، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

تر اوسه امریکایي چارواکو د افغان ایواک د دغو ادعاوو او د افغان کډوالو د احتمالي ایستلو د پلان په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.