د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د منځمهالو ټاکنو په درشل کې ټکساس ته سفر کوي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې او د تېلو او پټرولو د بیو د لوړېدو له امله پر جمهوريپال ګوند سیاسي فشارونه زیات شوي دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د سېشنبې په ورځ ټکساس ته ځي، څو د سنا مجلس لپاره د جمهوريپال نوماند، کین پاکسټن، په انتخاباتي کمپاین کې ګډون وکړي. پاکسټن د ډیموکراټ ګوند له نوماند، جېمز تالاریکو، سره په یوې نږدې سیالۍ کې ښکېل دی.
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې سفر کې له ټرمپ سره مل وي. د راپور له مخې، هغوی به د وینزویلا د خامو تېلو له هغې جوپې څخه لیدنه وکړي چې تازه ټکساس ته رسېدلې ده. ټاکل شوې چې دغه تېل د ټکساس ایالت په تصفیهخونو کې تصفیه شي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران جګړه د ټرمپ د ادارې پر وړاندې په یوه لویه سیاسي ننګونه بدله شوې ده. ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې امریکا به په بهرنیو جګړو کې نه ښکېلوي؛ خو د جګړې دوام او د تېلو او پټرولو د بیو لوړېدو پر امریکايي وګړو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. ټرمپ کله ناکله دغه جګړه «لنډمهاله انحراف» بللې ده.
په ورته وخت کې، د جمهوريپال ګوند یو شمېر ستراتیژستانو په خصوصي خبرو کې منلې چې د جګړې پایلو په کانګرس کې د دواړو مجلسونو د اکثریت د ساتلو لپاره د دغه ګوند هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د راپور له مخې، د جګړې له پیل څخه نږدې اته میاشتې تېرې شوې دي؛ په داسې حال کې چې ټرمپ د جګړې په لومړیو کې ویلي وو چې دا جګړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي.
لیکواله:رویا ستانکزی








