په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست،نصیر احمد فایق، طالبان تورن کړي چې د «جهادي مدرسو» په پراخولو سره عصري ښوونیز نظام کمزوری کوي او د افراطیت د خپرېدو لپاره زمینه برابروي.
فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په هغه غونډه کې، چې د کلتوري حقونو په اړه جوړه شوې وه، وویل چې هېڅ ډله حق نه لري د افغانستان کلتوري له منځه یوسي او یا هم خپل واحد لیدلوری پر ټولنې تحمیل کړي.
هغه د موسیقۍ، هنر، نوروز او یلدا په څېر د دودیزو جشنونو او کلتوري فعالیتونو په اړه د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې وویل چې دغه اقدامات د کلتوري ځپنې او د افغانانو ګډ میراث ته د زیان رسېدو لامل شوي دي.
د هغه په وینا، د موسیقۍ د وسایلو ضبطول او له منځه وړل، او همدارنګه د هنرمندانو ګواښل، د کلتوري برخې یو شمېر فعالان له محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
فایق همدارنګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او له پوهنتوني زدهکړو څخه د ښځو محرومول د کلتوري حقونو د محدودولو له بېلګو څخه وبلل.
هغه خبرداری ورکړ چې پر ژبني تنوع محدودیتونه لګول او د عامه ځایونو د نومونو بدلول هم کولای شي ګډ هویت کمزوری او ټولنیز واټن زیات کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په تعامل کې کلتوري محدودیتونه عادي ونه ګڼي او د دغو بندیزونو د لغوه کولو، د خپلواکو هنرمندانو او ښوونکو د ملاتړ او له زدهکړو څخه د ښځو د محرومیت د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
فایق تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې وه او طالبان یې د بشري حقونو پر مدافعانو، په ځانګړې توګه ښځو، د نیولو او شکنجې تورن کړي وو.
لیکواله:رویا ستانکزی








