د تخار په چاهآب ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي چې وسلهوالو د دې ولسوالۍ د چنارک په سیمه کې د سرو زرو د استخراج پر یوه چینايي شرکت برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه برید د شنبې شپې شاوخوا ۱۱ بجې شوی دی. بریدګرو له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې د دغه شرکت د فعالیت ساحه په نښه کړې او له ساتونکو سره یې نښته کړې ده.
د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې له دې نښتې وروسته د ډزو غږ تر نیم ساعت ډېر دوام کړی دی.
تر اوسه د دغه برید د څرنګوالي، احتمالي مرګژوبلې او اوښتو مالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
همداراز، تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو چارواکو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








