د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د ۲۰۲۷ کال د «نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو» په کلني نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی دی. دغه نوملړ د اردن د اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو شاهي مرکز له خوا خپرېږي او د اسلامي نړۍ په سیاسي، مذهبي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې اغېزناک شخصیتونه په کې معرفي کېږي.
د سږني نوملړ په سر کې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې پنځو شخصیتونو په ګډه لومړی مقام خپل کړی دی. د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو لوی درستیز مارشال عاصم منیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډه لومړی مقام لري.
له هغوی وروسته، د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهيي په دویم او د اردن پاچا دویم عبدالله په درېیم مقام کې ځای لري. د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني څلورم مقام خپل کړی دی. همدارنګه، د پاکستان دیني عالم محمد تقي عثماني، د یمن دیني عالم حبیب عمر بن حفیظ، د مصر د الازهر شیخ احمد الطیب او د موریتانیا دیني عالم عبدالله بن بیه په ترتیب سره له پنځم څخه تر اتم مقام پورې ځایونه خپل کړي دي.
دغه نوملړ یوازې سیاسي او مذهبي مشران نه رانغاړي، بلکې د ورزش او فرهنګ یو شمېر پېژندل شوي شخصیتونه هم په کې شامل دي. د مصر د فوټبال ستوری محمد صلاح، د فرانسې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی زینالدین زیدان، د سینیګال فوټبالر سادیو ماني، امریکايي باسکټبالر کریم عبدالجبار، د فرانسې او هسپانیې د فوټبال لوبغاړي عثمان ډمبیلي او لامین یامال، او د روسیې د رزمي لوبو پخوانی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف د دغو شخصیتونو له ډلې څخه دي.
هبتالله اخوندزاده د ۲۰۲۶ کال په نوملړ کې ۴۴م مقام درلود، خو د سږني نوملړ له مخې یې یو پله پرمختګ کړی او ۴۳م مقام ته رسېدلی دی.
د طالبانو د مشر په اړه د راپور په برخه کې د دې ډلې له خوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو او تعلیم لګول شویو محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده؛ په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز شامل دي.
هبتالله اخوندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه واخیسته. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، هغه د دې ډلې مهم فرمانونه صادر کړي او د سترو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه پرېکړې د هغه تر څارنې لاندې کېږي.
د اردن د اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو شاهي مرکز هر کال دغه نوملړ د اشخاصو د سیاسي، مذهبي، ټولنیز او فرهنګي نفوذ د کچې پر بنسټ خپروي. په دغه نوملړ کې د یوه کس د نوم شاملېدل په دې معنا نه دي چې یاد مرکز د هغه د کړنو یا نظریاتو ملاتړ او تأیید کوي.
لیکواله:رویا ستانکزی








