د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي، د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د افغانانو او ټولو مسلمانانو معنوي پلار دی او د یوه پلار په څېر حق لري چې ښځو ته د مخ پټولو امر وکړي.
شرعي د طالبانو پر قوانینو نیوکه کوونکي کسان «انسي شیطانان» بللي او ویلي یې دي چې ان د دې ډلې ځینې غړي هم د یادو قوانینو په اړه نیوکې لري.
نوموړي د بېلګې په توګه د امر بالمعروف وزارت قانون ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د طالبانو یوه غړي په دې قانون کې د ښځو د مخ پټولو ته د حجاب ویلو په اړه پوښتنه راپورته کړې وه.
د شرعي په وینا، هغه کس ته یې وضاحت ورکړی چې په قانون کې د ښځو د مخ پټولو یادونه د «مصلحت» له مخې شوې ده. نوموړي د خپل دریځ د توجیه لپاره د پلار او لور مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي، لکه څنګه چې پلار خپلې لور ته له کوره د وتلو پر مهال د مخ پټولو سپارښتنه کولای شي، هبتالله هم د افغانانو او مسلمانانو معنوي پلار دی او ورته امر کولای شي.
د طالبانو د عدلیې وزیر دغه راز ادعا کړې چې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو ټولګه او د عدلیې وزارت رسمي جریده د اسلامي احکامو د زدهکړې لپاره بسنه کوي او د ده په باور، د دغو اسنادو په لوستلو سره نورو دیني مدرسو ته اړتیا نه پاتې کېږي. بلخوا، یو شمېر دیني عالمان نیوکه کوي چې د طالبانو ځینې قوانین د دیني احکامو پر ځای د شخصي لیدلورو او مصلحتونو پر بنسټ جوړ شوي دي. د دوی په باور، طالبان دغه قوانین د دین په نوم پر خلکو په زور پلي کوي او د سرغړونې په صورت کې ورته سزا ورکوي.
لیکوال:سعید سمیر








