TOOSnews
اعلان
فایق: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په مشروع او د خلکو په استازیتوب کوونکي نظام پورې اړه لري.
افغانستانټوس نیوز

فایق: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په مشروع او د خلکو په استازیتوب کوونکي نظام پورې اړه لري.

۲۵ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد فایق، د دې سازمان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ټینګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هغه نظام ته اړه لري چې د خلکو مشروعیت ولري.

فایق ویلي، په نیویارک، جینوا او ویانا کې د افغانستان دایمي استازولۍ په ګډه د دې کلیزې په مناسبت د «افغانستان او ملګري ملتونه؛ د اتو لسیزو تعامل، مشارکت او د راتلونکي لپاره درسونه» تر سرلیک لاندې یوه ګډه غونډه جوړوي.

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال له دې سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ۸۰مه کلیزه ده.

د جوړوونکو د معلوماتو له مخې، دغه غونډه به د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸مه، د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو په انلاین بڼه ترسره او په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د فایق په وینا، دا غونډه به د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د حضور او رول د تاریخ د څېړلو، د هېواد د ډیپلوماتانو د تجربو د شریکولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او رول د ارزونې لپاره یو فرصت برابر کړي.

په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې د افغانستان ونډه، په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او له دې سازمان سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو لپاره درسونه، د دې غونډې درې اساسي موضوعات بلل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ویلي، د دې تاریخي مخینې نمانځل د افغانستان د استازولیو ګډه ژمنتیا څرګندوي، څو د خلکو غږ او د سولې، بشري کرامت، برابرۍ او غوره راتلونکي غوښتنې یې منعکسې کړي.

د فایق په اېکس‌پاڼه کې په خپره شوې یادونه کې راغلي چې په داسې حال کې چې د طالبانو سیاستونو د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي، د دې غونډې جوړېدل د افغانستان په ډیپلوماتیک هویت کې د خبرو اترو او همکارۍ پر ارزښت ټینګار کوي.

د غونډې جوړوونکو له ډیپلوماتانو او نورو لېواله کسانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د حضور اړوند خپلې خاطرې، انځورونه، اسناد او غږیز یا ویډیويي فایلونه د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۱۰مې نېټې پورې د افغانستان له استازولیو سره شریک کړي.

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال، د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ. په هغه وخت کې په دغه سازمان کې د افغانستان لومړي استازي، عبدالحسین عزیز، له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.