د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې هغه ۲۲ پولیس خوشې شوي چې تېره جمعه د نامعلومو وسلهوالو له خوا تښتول شوي وو.
د مستونګ د پولیسو مرستیال مشر، رفیق حمزه، د دغو پولیسو د خوشې کېدو پخلی کړی، خو د هغوی د خوشې کېدو څرنګوالي او ځای په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې، دغه پولیس د جمعې په ماسپښین له قلات څخه نوشکي ته په یوه مسافر وړونکي موټر کې روان وو، چې د مستونګ ولسوالۍ د کردګاپ سیمې ته نږدې موټرسایکل سپرو وسلهوالو یې موټر ودراوه او ۲۲ پولیس یې له ځان سره یوړل. د موټر چلوونکی او درې نور مسافر وروسته خوشې شوي وو.
د خوشې شویو پولیسو د څرګندونو له مخې، وسلهوالو د تښتونې پر مهال د هغوی پر سترګو پټۍ تړلې او یوه نامعلوم ځای ته یې لېږدولي وو. هغوی ویلي چې وسلهوالو په لومړۍ ورځ وهلي، د پولیسو د دندې پرېښودو غوښتنه یې ترې کړې او وروسته یې د هغوی ویډیوګانې ثبتولې.
د پولیسو په وینا، وسلهوالو هغوی ډېری وخت وږي ساتل او په سختۍ یې اوبه ورکولې. هغوی زیاته کړې چې د یکشنبې په ورځ د ماسپښین د لمانځه پر مهال له پټنځای څخه وایستل شول او تر اوږده سفر وروسته په یوه شاړه سیمه کې پرېښودل شول.
د راپور له مخې، وروسته درې فیلډر موټرونه سیمې ته ورسېدل او خوشې شوي پولیس یې کوېټې ته ولېږدول. هلته امنیتي ځواکونو لومړنۍ پوښتنې ترې وکړې او بیا یې خپلو کورونو ته د تلو اجازه ورکړه.
په تښتول شویو کسانو کې ۲۱ پخواني لېویز سرتېري شامل وو چې د پولیسو او لېویز ځواکونو له یوځای کېدو وروسته د پولیسو لیکو ته ورګډ شوي وو. هغوی د قلات د پولیسو د روزنې په مرکز کې روزنه ترلاسه کوله او د اوونیزې رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو. یو روزونکی هم په تښتول شویو کې شامل و.
د مستونګ او قلات په شاوخوا سیمو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او بلوچ لېبریشن فرنټ په نوم وسلهوالې ډلې فعالې دي، خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغو ۲۲ پولیسو د تښتونې مسوولیت نه دی منلی.
لیکوال:سعید سمیر








