د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر، رنګین دادفر سپنتا، د طالبانو پر وړاندې د آلمان پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په داسې حال کې چې د دغه هېواد معتبرې رسنۍ د طالبانو له لوري د بېړنیو ناروغانو پر درملنه د لګول شویو محدودیتونو په اړه راپورونه خپروي، د برلین چارواکي د دې ډلې د نویو ډیپلوماتانو پر منلو بوخت دي.
سپنتا د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ په لومړۍ نېټه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه جرمني ژبه پیغام کې دغه چلند د دوه ګوني سیاست او څرګند تناقض بېلګه بللې ده. هغه ویلي چې آلمان په دې ډول اقداماتو سره هغه اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي چې تل یې ځان د هغو مدافع او بنسټګر معرفي کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د آلمان چارواکي پر هغه څه تورن کړي چې ده سیاسي ریاکاري بللې ده. نوموړي زیاته کړې چې دا ډول چلند په تېرو څو لسیزو کې د دغه هېواد پر یوه سیاسي تګلاره بدل شوی دی.
هغه د طالبانو په اړه د آلمان سیاست د تېرو څو پېړیو د دوه ګونو معیارونو انعکاس بللی او ویلي یې دي چې په دې چلند کې ډیموکراتیک ارزښتونه له پامه غورځول شوي او داسې شرایط زغمل شوي چې له انساني اصولو سره په ټکر کې دي. د سپنتا په باور، د دې سیاست پایلې اوس په څرګنده توګه لیدل کېږي.
سپنتا د خپل پیغام په یوه برخه کې د آلمان چارواکو ته په خطاب کې لیکلي دي:
«ستاسو او ستاسو د سیاسي مخالفینو ترمنځ اساسي توپیر دا دی چې هغوی خپل باورونه او لیدلوري په ښکاره بیانوي؛ خو تاسو تل توانېدلي یاست چې خپلې اصلي موخې د ډیپلوماتیکو عبارتونو او کلیشهیي سیاسي اصطلاحاتو تر شا پټې کړئ.»
دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې، د لړم په ۲۴مه، باخبرو سرچینو راپور ورکړی و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غواړي څلور نور ډیپلوماتان په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بن ښار په قونسلګرۍ کې وګماري.
د دغو سرچینو په وینا، هدایتالله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او اکبر رستاد په دې نوملړ کې شامل دي.
همدارنګه، سرچینو د لړم په ۲۳مه راپور ورکړی و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپل څلور ډیپلوماتان په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته د دندې لپاره معرفي کړي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاد کسان د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښايي په راتلونکې اوونۍ کې دغه هېواد ته ولاړ شي.
سپنتا د خپل پیغام په پای کې یو ځل بیا د طالبانو پر وړاندې د آلمان پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه ډول تګلارې دوام د آلمان د حکومت لپاره تر بل هر وخت ډېر د خواشینۍ وړ دی.
لیکواله:رویا ستانکزی








