TOOSnews
اعلان
ټلويزيون نړيواله ورځ؛ په افغانستان كې ټلويزيونونه د سانسور او محدوديتونو تر سيوري لاندې فعاليت كوي.
افغانستانټوس نیوز

ټلويزيون نړيواله ورځ؛ په افغانستان كې ټلويزيونونه د سانسور او محدوديتونو تر سيوري لاندې فعاليت كوي.

۳۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ټلویزیون نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د رسنیو فعالیتونه له پراخو محدودیتونو او سانسور سره مخ دي او د ښځینه خبریالانو پر کار هم ګڼ بندیزونه لګول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د طالبانو د بندیز له امله لږ تر لږه د ۲۱ سیمه‌ییزو ټلویزیونونو فعالیتونه درول شوي دي. د راپور له مخې، دغه بندیز د افغانستان ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی او په دې موده کې د نور، بریا، ارزو، تمدن او راه فردا ټلویزیونونو پر فعالیتونو هم وخت ناوخت بندیزونه لګول شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر رسنیو د ښځو د مخ پټولو، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو او نورو محدودیتونو سربېره، په دولتي رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو او خپرونو د چلوونکو پر فعالیت هم بندیز لګېدلی دی.

په همدې حال کې، په خصوصي رسنیو کې یو شمېر ښځې لا هم په سختو شرایطو کې کار کوي. د نرګس په نوم یوې ښځینه خبریالې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو د ښځینه خبریالانو کاري ساحه محدوده کړې او هغوی نه شي کولی له نارینه کارپوهانو سره مرکې وکړي، له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي او یا په ازاده توګه خبري غونډو ته ولاړې شي.نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري له ښځینه خبریالانو سره توپیریز چلند کېږي او د نارینه خبریالانو په پرتله ورته د کار لږ امکانات او صلاحیتونه ورکول کېږي.

د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ښيي، چې ټلویزیوني رسنۍ او خبریالان لا هم د سانسور، بندیزونو او کاري محدودیتونو له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.