TOOSnews
اعلان
ندیم: د هبت‌الله او د هغه د فرمانونو ملاتړ، د الله تعالی ملاتړ دی.
افغانستانټوس نیوز

ندیم: د هبت‌الله او د هغه د فرمانونو ملاتړ، د الله تعالی ملاتړ دی.

۲۸ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم، د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د ارزونې کنفرانس په وروستۍ ورځ، چې په کابل پوهنتون کې جوړ شوی و، د دغو فرمانونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د مشر له لوري صادر شوي قوانین له قرآن کریم څخه اخیستل شوي دي. هغه د هبت‌الله ملاتړ د الله تعالی ملاتړ بللی او د دې ډلې د حکومت منتقدین یې «بې‌دینه» یاد کړي دي.

ندیم د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، په خپله وینا کې ویلي چې د طالبانو د ادارو د قوانینو او مقرراتو منل د هبت‌الله اخوندزاده د ملاتړ په معنا دي. د هغه په باور، د دې ډلې د مشر ملاتړ د الله تعالی ملاتړ ګڼل کېږي؛ ځکه د ده په وینا، د هغه ټول قوانین له قرآن کریم څخه اخیستل شوي دي.

هغه همداراز د طالبانو د نظام د ساتنې لپاره د خپل ژوند قرباني کول یوه کوچنۍ قرباني بللې او ویلي یې دي چې د دې ډلې غړي د خپل حکومت د دفاع لپاره د لا ډېرو درنو قربانیو ورکولو ته چمتو دي؛ ځکه د ده په وینا، دغه نظام له ډېرو ستونزو او سختیو وروسته واک ته رسېدلی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د دې ډلې مخالفین او منتقدین «بې‌دینه» بللي او ادعا یې کړې چې د دیني عالمانو په شتون او یووالي سره به د طالبانو پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو مخالفینو تبلیغات ناکام شي.

په همدې غونډه کې په کابل ښار کې د طالبانو د مرکزي دارالافتاء رئیس، سردار محمد، ویلي چې هغه نظامونه دوام کوي چې دیني عالمان پکې حضور ولري؛ خو د ده په باور، هغه حکومتونه چې دیني عالمان ترې ګوښه شي، له سقوط سره مخ کېږي.

د طالبانو په اداره کې د کندز پوهنتون رئیس، عبدالهادي همت، هم په خپله وینا کې هغه څه تشرېح کړل چې ده د «دښمن فکري او تبلیغاتي جګړه» وبلله. نوموړي د منکراتو خپرول، د دیني شعایرو تحریفول، د ځوانانو بې‌لارې کول، د ژبنیو او سیمه‌ییزو تعصبونو پارول او د جهاد او مجاهدینو پر وړاندې د مخالفت رامنځته کول د دغې جګړې موخې وبللې.

همت رسنۍ او تبلیغات د فکري جګړې اصلي وسایل وبلل او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال، د ده په وینا، د بهرنیانو پورې تړلو رسنیو د دیني شعایرو د سپکاوي او د بهرني کلتور د دودولو لپاره فعالیت کاوه.

د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د پایلو د ارزونې علمي او څېړنیز کنفرانس د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۲۵مه، په کابل پوهنتون کې پیل شوی و. دغه غونډه، چې د طالبانو له لوري جوړه شوې وه، په دویمه ورځ یې هبت‌الله اخوندزاده هم ګډون کړی و او ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، له څلورو ورځو وروسته پای ته ورسېږي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو چې په دې غونډه کې د طالبانو د چارواکو څرګندونې او دریځونه تر ډېره د دې ډلې د مشر د فرمانونو پر ملاتړ او د هغو د منتقدینو پر وړاندې پر مبارزې متمرکز وو.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.