TOOSnews
اعلان
اصف درانی: له طالبانو سره د روسیې او هند د اړیکو پراختیا د سیمې حالات بدلولای شي.
نړۍټوس نیوز

اصف درانی: له طالبانو سره د روسیې او هند د اړیکو پراختیا د سیمې حالات بدلولای شي.

۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د مسکو او نوي ډیلي د سیاسي اړیکو پراختیا کولای شي د سیمې پر امنیتي او سیاسي معادلو اغېز وکړي او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې زیاتې کړي.

دراني په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې د «مسکو فارمټ» په نوم بهیر، چې په پیل کې د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د څېړلو په موخه رامنځته شوی و، اوس ورو ورو له طالبانو سره د نږدې سیاسي تعامل پر لور روان دی.

هغه د دغه فارمټ د اکتوبر د پنځمې نېټې غونډې ته په اشارې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف او له غونډې وروسته د ګډې اعلامیې نه خپرېدل، د افغانستان د امنیتي ژمنو په اړه د جدي اختلافونو څرګندونه کوي.

د دراني په وینا، طالبانو د ګډې اعلامیې له هغې مادې سره مخالفت کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د ګاونډیو هېوادونو د امنیت په اړه د دغه هېواد پر مسؤلیت ټینګار پکې شوی و.

هغه ویلي چې دا موضوع نوې نه ده او په تېرو اعلامیو کې هم مطرح شوې وه. له همدې امله، د هغو عبارتونو پر وړاندې د طالبانو مخالفت چې پخوا یې منلي وو، په دې اړه پوښتنې راپورته کوي چې ایا دا ډله د سیمې امنیتي اندېښنو ته ځواب ویلو ته چمتو ده که نه.

د پاکستان دغه پخواني استازي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، هغه څرګندونې هم د مسکو د دریځ د بدلون نښه بللې چې پکې د طالبانو اداره د «ملي حکومت» په توګه یاده شوې ده.

د هغه په وینا، روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

دراني زیاته کړې چې اوس اصلي مسئله له طالبانو سره د روسیې د اړیکو دوام نه دی، بلکې دا ده چې مسکو به د دغې ډلې د حکومت د پیاوړتیا لپاره تر کومه حده عملي ملاتړ ته چمتو وي.

هغه د خپلې شننې په دوام کې، واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د هند د دیپلوماټیک حضور او فعالیتونو زیاتوالي ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له دې ډلې سره خپلې سیاسي اړیکې پراخې کړې دي.

دراني ادعا کړې چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسې هند د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوڅ د ازادۍ پوځ په مالي ملاتړ تورنوي؛ هغه تورونه چې هند رد کړي دي.

د هغه په باور، که روسیه او هند، هر یو د خپلو جلا موخو پر بنسټ، طالبانو ته لا ډېر سیاسي مشروعیت ورکړي او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پراخ فرصتونه ورته برابر کړي، نو ښايي د دې ډلې مشران داسې احساس وکړي چې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د فشار او اړتیا کچه کمه شوې ده.

دراني ویلي چې روسیه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو له شتون څخه خبره ده. په دغو ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان، د داعش خراسان څانګه، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ شامل دي.

د هغه په وینا، مسکو د دغو ډلو د فعالیتونو پر احتمالي پایلو او د منځنۍ اسیا پر امنیت د هغوی د اغېزو په اړه هم معلومات لري.

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو راپورونو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شتون تایید کړی دی؛ خو مسکو تر اوسه د طالبانو د ترهګرۍ ضد اقداماتو ارزونه په پراخه کچه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه نه ده کارولې.

دغه پاکستاني پخواني چارواکي د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې د پاکستان، چین او افغانستان درې‌اړخیزې غونډې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو په دې غونډه کې له هغو عبارتونو سره مخالفت کړی و چې تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اسلام‌اباد کې د ترسره شوې غونډې په ګډه اعلامیه کې منل شوي وو.

د هغه په باور، طالبان غواړي د سیمه‌ییزو اړیکو او ډیپلوماټیک تعامل له ګټو برخمن شي، خو د هغو ژمنو منلو ته زړه نه ښه کوي چې مشخص امنیتي او سیاسي مسؤلیتونه ور تر غاړې کوي.

دراني خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان پر ضد د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، پر وړاندې له اقدام کولو ډډه وکړي او په ورته وخت کې روسیه او هند له کابل څخه خپل سیاسي ملاتړ زیات کړي، نو اسلام‌اباد به اړ شي چې د افغانستان په اړه خپلې محاسبې او تګلارې له سره وارزوي.

د هغه په وینا، له طالبانو سره په چلند کې د مسکو د تګلارې بدلون ښايي د روسیې او طالبانو ترمنځ له دوه‌اړخیزو اړیکو ډېرې پراخې پایلې ولري او د افغانستان په اړه د ټولې سیمې پر سیاسي او دیپلوماټیک توازن هم اغېز وکړي.

لیکواله:رویا ستانکزي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.