د ځایي سرچینو د راپورونو له مخې، د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سیمه کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.
د دغو سرچینو په وینا، دواړو لورو د افغانستان د ډنډپټان او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې سیمې څخه د یو بل پوستې په نښه کړي دي.
ځايي سرچینو همداراز ویلي، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې ده؛ خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر او د نښتې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو او د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:رویا ستانکزی








