د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي ادعا کوي، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې غونډې ګډونوالو د طالبانو پر واکمنۍ د خدای شکر ادا کړی او ویلي یې دي، چې اوس د ازادۍ په خوند پوه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د قبایلو او جرګو د همغږۍ مشر مولوي محمداجان رهبر په یاده غونډه کې د ګډونوالو له قوله ویلي، چې دوی د طالبانو د واکمنۍ له امله د خدای شکر ادا کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه غونډه د شریعت د پلي کېدو او ولسي همغږۍ په موخه، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون جوړه شوې وه.
رهبر د غونډې پر مهال د طالبانو واکمني د ټولو وګړو ګډ کور بللی او د هغې ساتنه یې د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت ګڼلی دی. خو د طالبانو منتقدان بیا د دوی حکومت انحصاري بولي او وايي، چې د هېواد د نورو سیاسي او ټولنیزو ډلو استازي په واک کې ونډه نه لري.
د افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون مشر، شهابالدین دلاور، هم څه موده وړاندې په یوه مرکه کې د طالبانو له خوا د واک د انحصار دفاع کړې وه. نوموړي ویلي وو، چې طالبانو د دوحې په تړون کې د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه نه وه کړې.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا نه دي روښانه کړي، چې د غونډې کومو دیني عالمانو، قومي مشرانو یا نورو ګډونوالو د دوی پر واکمنۍ د شکر ادا کولو او د ازادۍ د احساس په اړه څرګندونې کړې دي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر طالب چارواکو له خلکو غوښتي وو، چې د دوی د واکمنۍ شکر وباسي. دوی خپله واکمني د خدای نعمت بللې او د ناشکرۍ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د فریډم هاوس سازمان د ۲۰۲۶ کال په راپور کې افغانستان د «غیر ازادو» هېوادونو په ډله کې شامل کړی او د دغه سازمان د ارزونې له مخې یې د سیاسي حقونو او مدني ازادیو په برخه کې تر ټولو ټیټ مقام خپل کړی دی.
له بلې خوا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان له هېواده وتلي او د کډوالۍ لړۍ لا هم روانه ده.
لیکوال:سعید سمیر








