TOOSnews
اعلان
مجاهد: د ببوزلۍ د كمولو لپاره مو يو لړ پروګرامونه په پام كې نيولي دي.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: د ببوزلۍ د كمولو لپاره مو يو لړ پروګرامونه په پام كې نيولي دي.

۲۶ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ له‌منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د طالبانو مسوولان وايي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ وویل، اقتصادي وده، د بېکارۍ کچې راټیټول او د بېوزلۍ له‌منځه وړل د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

مجاهد زیاته کړه چې د څو لسیزو جګړو او په سیمه کې بدلونونو د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي.

بلخوا، یو شمېر هېوادوال وايي چې د کاري فرصتونو نشتوالی او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ناتواني هغه جدي ستونزې دي چې ورسره مخ دي.

د بېوزلۍ له‌منځه وړلو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۷مه لمانځل کېږي، چې موخه یې د بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې او د اړمنو خلکو د ملاتړ په اړه د نړیوال پوهاوي لوړول دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.