TOOSnews
اعلان
طالبانو د محصلانو ترمنځ د هبت اللّه د فرمانونو د حفظ سيالۍ ترسره كړې.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د محصلانو ترمنځ د هبت اللّه د فرمانونو د حفظ سيالۍ ترسره كړې.

۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو په بادغیس ولایت کې د محصلانو ترمنځ د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د حفظ سیالي ترسره کړې، چې د طالبانو د والي د دفتر په وینا، ۹۴ محصلان یې ګټونکي اعلان شوي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ، د لړم پر درېیمه ویلي، چې د دغې سیالۍ د پایلو د اعلان په مراسمو کې د طالبانو والي محمد ولي جان رحمت هم ګډون کړی و.

هبت‌الله اخوندزاده په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په اړه ګڼ فرمانونه او محدودیتونه صادر کړي دي.

په دغو پرېکړو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز، په پوهنتونونو کې د ښځو د زده‌کړو ځنډول، په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار محدودیتونه او په طبي انستیتوتونو کې د ښځو د زده‌کړو درول شامل دي.

همدارنګه، د طالبانو له‌خوا په ۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب شو، چې د ښځو پر جامو، غږ او ټولنیزو فعالیتونو یې محدودیتونه وضع کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ښوونځیو او لېسو کې د «امارت پېژندنې» په نوم د یوه کتاب د حفظ او زده‌کړې سیالۍ ترسره کړې وې، چې د راپورونو له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې یې بریالیو ګډونوالو ته جایزې ورکړل شوې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.