د طالبانو د امربالمعروف ادارې په هرات کې د ښځینه غالۍ اوبدونکو هغه مرکز تړلی، چې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوی و او د طالبانو د هرات والي او د ملګرو ملتونو استازو په ګډه پرانیستی و.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي عرفات جمال ویلي، چې په دغه مرکز کې ۳۴۸ ښځو کار کاوه او د افغانستان په لوېدیځ زون کې د ښځینه غالۍ اوبدونکو تر ټولو لوی مرکز و.
دغه مرکز د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې پرانیستل شوی و او د اسلامي پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ یې په لومړي پړاو کې ۴۰۰ راستنېدونکو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې وه، چې تر درې پر څلورمه برخه یې ښځې وې.
عرفات جمال یوې المانۍ خپرونې ته ویلي، چې له طالبانو سره د همکارۍ یوه لویه ستونزه دا ده چې د دوی لوړپوړي چارواکي کله ناکله هغه هوکړې لغوه کوي، چې له سیمهییزو چارواکو سره شوې وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ۶۰ سلنه مرستې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د جمال په وینا، په افغانستان کې د دې ادارې له ۲۰۰ کارکوونکو څخه ۲۹ یې افغان ښځې دي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې دفترونو ته د تګ اجازه نه لري او اړ دي چې له خپلو کورونو کار وکړي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو په هرات کې د ښځینه غالۍ اوبدونکو د دغه مرکز د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








