د کابل لپاره د طالبانو والي، امینالله عبید، له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو غوښتي چې د افغانستان له کانونو څخه په ګټې اخیستنې سره په دې برخه کې پانګونه وکړي. په ورته وخت کې، یو شمېر هېوادوال د کانونو د استخراج په قراردادونو کې د روڼتیا او د ترلاسه شویو عوایدو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کوي.
عبید د افغانستان د کانونو د لومړني تخصصي نندارتون د لیدنې پر مهال د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول کولای شي د هېواد د کانونو ظرفیتونه معرفي، اقتصادي همکارۍ پراخې او پانګونې راجلب کړي.
نوموړي د کانونو په برخه کې له یو شمېر سوداګرو او د فعالو شرکتونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د کانونو د صنعت د پراختیا او د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره اقدام وکړي. د هغه په وینا، په دې برخه کې پانګونه کولای شي د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.
په همدې حال کې، یو شمېر هېوادوال وایي چې د کانونو د صنعت پراختیا باید له روڼتیا او عامه څارنې سره مل وي. هغوی غوښتنه کوي چې د کانونو د استخراج قراردادونه دې په روښانه شرایطو او د خلکو په حضور کې لاسلیک شي او د داوطلبۍ، قراردادونو د لاسلیک او د کانونو د استخراج بهیر جزئیات دې په منظم ډول د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک شي.
د دغو هېوادوالو په باور، د کانونو د عوایدو اندازه او د هغو د لګښت څرنګوالی هم باید په ښکاره توګه اعلان شي، څو خلک وکولای شي د هېواد د طبیعي سرچینو پر استخراج او ګټې اخیستنې څارنه وکړي او د دغو عوایدو د لګښت په اړه بشپړ معلومات ولري.
لیکواله:رویا ستانکزی








