د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د کابل، نورستان او کونړ ولایتونو څخه استخراج شوې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د یوه لیلام په ترڅ کې د ټولټال ۱۴۱ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
دغه لیلام د جمعې په ورځ، د لړم په اتمه، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال محمودشاه زاهد، د شرکتونو د استازو او یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو په ګډون ترسره شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر عواید د کونړ د بیروج ډبرو له پلور څخه ترلاسه شوي دي. په دې بهیر کې د دغه ولایت ۱۱۷.۴ کیلوګرامه بیروج د ۱۳۷ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په بیه پلورل شوي دي.
همدارنګه، د نورستان ۶۷۹.۳۰۱ کیلوګرامه قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، چې کنزایټ، کوارټز او مارګنایټ پکې شامل دي، د دوه میلیونه او ۹۵۰ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي. دغه راز، د کابل ۲۶۵۱.۲۴ ګرامه یاقوت د یو میلیون او ۲۷۰ زره افغانیو په بیه پلورل شوي دي.
د طالبانو د کانونو وزارت د دغه لیلام موخه د کانونو د محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د عرضهکوونکو او پانګهوالو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د کانونو په برخه کې د پانګونې هڅول بللي دي.
خو په ورته وخت کې، د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو د دغې ډلې د کانونو د قراردادونو پر روڼتیا نیوکې کړې دي. هغوی وایي چې د قراردادونو د ورکړې پر مهال قانوني بهیر نه مراعاتېږي او غیرمسلکي استخراج د هېواد طبیعي سرچینې له زیان سره مخ کړې دي.
همدارنګه، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ادعا کوي د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي د کانونو په قراردادونو کې ونډه لري او له مالي ګټو څخه یې برخمن دي؛ خو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه په دې راپور کې نه دي تایید شوي.
لیکواله:رویا ستانکزی








