د اسلامي امارت د عامه کارونو وزارت اعلان کړی چې سږ کال یې په خپل کاري پلان کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو پلي کول شامل کړي، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۴۱۹ میلیونه افغانۍ کېږي. دغه پروژې د ترانسپورټي زېربناوو د ساتنې او مراقبت، او د تاسیساتو د لا ډېرې زړېدو او ویجاړېدو د مخنیوي په موخه پلي کېږي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې پروژې د ترانسپورټي زېربناوو بېلابېلې برخې رانغاړي. د لویو لارو او سړکونو ترمیم، ساتنه او مراقبت، د پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو ترمیم او ساتنه هغه موارد دي چې د دغو پروژو په چوکاټ کې به ترسره شي.
د عامه کارونو وزارت ویلي چې د دغو پروژو د پلي کولو موخه د ترانسپورټي زېربناوو د وضعیت ساتنه او ښه کول دي. دغه وزارت زیاتوي چې د ترمیماتي پروژو پلي کول کولی شي د لویو لارو، سړکونو او نورو اړوندو تاسیساتو د لا ډېر تخریب مخه ونیسي او د دغو زېربناوو د لا ښهې استفادې زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








