TOOSnews
اعلان
ایران: د خوزستان ټرانسپورټي اسانتیاوې کولای شي افغانستان د فارس خلیج له بازارونو سره ونښلوي.
اقتصاديټوس نیوز

ایران: د خوزستان ټرانسپورټي اسانتیاوې کولای شي افغانستان د فارس خلیج له بازارونو سره ونښلوي.

۲۳ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي محمد نجفیان وايي، د خوزستان ولایت بندري، سړکيزې او د اوسپنې پټلۍ اسانتیاوې کولای شي د افغانستان د توکو لپاره د عراق، متحده عربي اماراتو، کویټ او د خلیج فارس د نورو هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د سوداګریزو توکو د لېږد لګښت او وخت راکم کړي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نجفیان ویلي چې د هرات سوداګر او اقتصادي فعالان کولای شي د خوزستان له ترانسپورټي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات او صادراتي توکي د سیمې بازارونو ته ولېږدوي.

د نوموړي په وینا، د خوزستان له بندرونو او ترانسپورټي شبکې ګټه اخیستنه به نه یوازې د توکو د لېږد لګښتونه راکم کړي، بلکې د سیمې جنوبي بازارونو ته به د افغانستان لاسرسی هم چټک کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ به د نوې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي د اقتصادي خنډونو په لرې کولو کې د سوداګریزې ډیپلوماسۍ پر رول هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ایران د نوي سوداګریز سلاکار د فعالیت پیل کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د پانګونې او همکارۍ لپاره د نویو فرصتونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

نجفیان د هرات کرنیز ظرفیتونه هم د خوزستان د پروسس له صنعتونو سره بشپړوونکي بللي دي. د هغه په باور، هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په تولید کې د پام وړ وړتیا لري او خوزستان د خوراکي توکو د پروسس او بسته‌بندۍ د صنعتونو په لرلو سره کولای شي د دغو محصولاتو د ارزښت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې چې د خوراکي توکو د تولید او پروسس، د کرنیزو محصولاتو د تبدیلۍ او د بسته‌بندۍ د کرښو د جوړولو په برخو کې ګډه پانګونه کولای شي د توکو ارزښت لوړ او د درېیمګړو هېوادونو بازارونو ته یې د ننوتلو لاره هواره کړي.

د ایرنا د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې د ټرانزیټي لارو او د اوسپنې پټلۍ پراختیا د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. په هرات کې د اسلام‌کلا بندر او د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د دوغارون بندر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې وړاندې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د ظرفیت پر لوړولو، د ګمرکي چارو پر ساده کولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد د پراختیا لپاره له مهمو بنسټیزو تاسیساتو څخه ګڼل کېږي. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه پټلۍ د افغانستان د توکو، په ځانګړې توګه د کانونو د محصولاتو، د ایران جنوبي بندرونو او نورو بازارونو ته د لېږد زمینه برابره کړې ده.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.