TOOSnews
اعلان
طالبانو او قطر د افغانستان د كانونو او نفتو په برخه كې د پانګونې پر پراختيا خبرې كړي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو او قطر د افغانستان د كانونو او نفتو په برخه كې د پانګونې پر پراختيا خبرې كړي.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې د دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او د خامو نفتو د معیاري تصفیې خونې د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د وږي په ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کاني زېرمو د پانګونې فرصتونه او د خامو نفتو د معیاري تصفیې خونې د جوړولو څرنګوالی هم وڅېړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم په برخو کې د قطر د لېوالتیا هرکلی کړی او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

قطر، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و، لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

په همدې حال کې، د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو د استخراج چارې په غیرمعیاري او بې‌رویه ډول روانې دي. د چارو شنونکي وايي، د کانونو ناقانونه او د نړیوالو معیارونو خلاف استخراج د چاپېریال د تخریب، د طبیعي سرچینو د ضایع کېدو او د ځايي خلکو د حقونو د نقض لامل شوی دی.

شنونکي ټینګار کوي چې د کانونو د استخراج چارې باید د نړیوالو معیارونو، روڼتیا، عدالت، د چاپېریال ساتنې او د سیمو د اوسېدونکو د حقونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.