TOOSnews
اعلان
افغان او ازبک سوداګرو د ١٧،٢ ميليارده افغانيو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک كړل.
اقتصاديټوس نیوز

افغان او ازبک سوداګرو د ١٧،٢ ميليارده افغانيو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک كړل.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي، افغان او ازبک سوداګرو په کابل کې د ۱۷،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغې خونې په وینا، یاد تړونونه د افغانستان او د ازبکستان د قشقه‌دریا ولایت د سوداګرو ترمنځ د یوې غونډې پر مهال لاسلیک شوي او د غنمو، اوړو، مېوو، پنبې او نورو توکو برخې رانغاړي.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا او د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي ارین زړګي اعظمي ویلي، افغانستان له ازبکستان سره د سوداګرۍ لپاره مناسب موقعیت لري او د ګډې همکارۍ له لارې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ښه مسیر رامنځته کېدای شي.

بلخوا، د قشقه‌دریا ولایت د والي مرستیال شهرت مرادوف ویلي، د دغه ولایت طبیعي سرچینې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابروي.

نوموړي زیاته کړې چې ازبکستان په ځانګړي ډول د غنمو، اوړو، مېوو او نورو تولیداتو په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو لېوالتیا لري.

په ورته مهال، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله ذاهد د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د عادي سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دغو اړیکو د مهمو او ستراتیژیکو اړیکو کچې ته د رسولو غوښتنه کړې ده.

دا تړونونه داسې مهال لاسلیک کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له ځنډېدو وروسته افغان سوداګرو او طالبانو له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، اذربایجان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.