TOOSnews
اعلان
په اروزګان کې د انګورو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بڼ وال د مناسب بازار د جوړېدو غوښتنه کوي.
اقتصاديټوس نیوز

په اروزګان کې د انګورو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بڼ وال د مناسب بازار د جوړېدو غوښتنه کوي.

۲ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په «سري سیمې» او د دغه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې سږ کال هم د انگور باغونه د سلګونو ټنو انګورو په تولیدولو سره د هېواد د کورنیو بازارونو یوه برخه اړتیا پوره کوي.

د دغه ولایت بڼ وال وايي، چې د سږ کال حاصلات د تېر کال په پرتله هم د اندازې او هم د کیفیت له پلوه ښه شوي دي. خو دوی د اوبو کمښت د انګورو د باغونو له اساسي ستونزو څخه بولي او وايي، چې دا ستونزه د اوړي په موسم کې لا پسې شدیده کېږي.

په «سري سیمه» کې لسګونه جریبه ځمکه د انګورو باغونو ته ځانګړې شوې او د دې مېوې بېلابېل ډولونه پکې کرل کېږي. د باغدارانو په وینا، د دې سیمې انګور د رنګ او خوند له پلوه بېلابېل ډولونه لري او د تازه مصرف ترڅنګ ترې د جوس او مربا په جوړولو کې هم ګټه اخستل کېږي.

یو شمېر سوداګر هم د حاصلاتو د راټولولو پر مهال په دغو باغونو کې فعالیت کوي او د انګورو د راټولولو او بسته‌بندۍ لپاره ځايي کارګران استخداموي.

په اروزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست وايي، چې په ټولیز ډول د ترینکوټ په مرکز او د دغه ولایت په ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۲ هکټاره ځمکه د انګورو باغونو ته ځانګړې شوې او اټکل کېږي، چې سږ کال به له دغو باغونو څخه نږدې یو زر او ۷۱۴ ټنه انګور راټول شي.

دغه اداره زیاتوي، چې د انګورو د محصولاتو د پلور او بازارموندنې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې له سوداګرو او همدارنګه له یو شمېر ملي او نړیوالو سوداګرو سره د همغږۍ په حال کې ده.

اروزګان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د انګورو په تولید کې شهرت لري او د دغه ولایت یوه برخه محصولات کابل او د هېواد نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي. د چورې ولسوالۍ «سري سیمه» هم په دې ولایت کې د انګورو له مهمو تولیدوونکو سیمو څخه ده چې شاوخوا اووه ډوله انګور، د «تور انګور» او «سرخ شمېري» په ګډون، پکې کرل کېږي.

سره له دې چې سږ کال حاصلات زیات شوي، ځینې بڼ وال وايي، چې د خپلو محصولاتو د پلور په برخه کې د بازار نشتون سره مخ دي او له سوداګرو غواړي چې د دغه ولایت د تولید شویو انګورو پېرلو او لېږد ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.