یو شمېر نړیوالو بنسټونو د پاکستان د بشري حقونو د مدافع وکیلانو، ایمان زینب مزاري او هادي علي چټه، پر لس کلن بند محکومېدو نیوکه کړې او دا پرېکړه یې د قانوني او بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو نښه بللې ده.
د بشري حقونو، د وکالت د خپلواکۍ او د بیان د آزادۍ ملاتړو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د دواړو وکیلانو پر وړاندې د قضیې څرنګوالی د پاکستان په قضایي نظام کې د عادلانه محاکمې او د مدافع وکیلانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپاروي.
د اعلامیې له مخې، د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې د اکتوبر په ۲۹مه ایمان مزاري او هادي علي چټه د ترهګرۍ ضد قانون او د جزا قانون د یو شمېر مادو له مخې مجرم پېژندلي او هر یو یې پر لس کاله بند او نغدي جریمې محکوم کړي دي.
دواړه وکیلان په ۲۰۲۴ کال کې د هغې پېښې په تړاو تورن شوي وو چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې اسلاماباد ته د سفر پر مهال یې د امنیتي تدابیرو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي وو.
نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی چې د داسې یوې پېښې په تړاو د ترهګرۍ ضد قوانینو پلي کول له اړتیا سره برابر نه دي. د دوی په باور، د دغو قوانینو کارول د دې اندېښنې لامل شوي چې ښایي پاکستاني چارواکي له یادو قانوني صلاحیتونو څخه د وکیلانو، د بشري حقونو د فعالانو او د حکومت د منتقدینو د محدودولو لپاره ګټه اخلي.
په اعلامیه کې د محاکمې پر بهیر هم نیوکه شوې او ویل شوي چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د محاکمې شرایط د عادلانه قضایي بهیر له اصولو سره برابر نه وو. سرچینې زیاتوي چې دواړه مدافع وکیلان د محاکمې پر مهال په یوه قفس ته ورته ځای کې ساتل شوي وو، چې له امله یې له خپلو مدافع وکیلانو سره د اړیکو او د خپلې دفاع د وړاندې کولو امکانات محدود شوي وو.
اعلامیه زیاتوي چې مدافع پلاوي ته د قضیې د څېړلو او د دفاع د چمتو کولو لپاره کافي وخت نه دی ورکړل شوی او د تورونو د اثبات لپاره هم تر ډېره د پولیسو پر څرګندونو او شهادتونو تکیه شوې ده.
د نړیوالو بنسټونو په وینا، ایمان زینب مزاري او هادي علي چټه په پاکستان کې د جبري لادرکیو، په توقیفخونو کې د ناوړه چلند، د توهین رسالت د قوانینو د قربانیانو او د بشري حقونو د نورو حساسو قضیو په تړاو د مدافع وکیلانو په توګه فعالیت کړی دی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو دوو وکیلانو نیول، محاکمه کول او پر بند محکومول یوازې د هغوی د فردي حقونو موضوع نه ده، بلکې د پاکستان د قضایي نظام پر اعتبار، د وکالت پر خپلواکۍ او عدالت ته د خلکو پر لاسرسي هم ناوړه اغېزې لرلای شي.
لیکواله:رویا ستانکزی








