د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د یوې څېړنیزې ډلې څلورو غړو، په یوه مصنوعي استوګنځي کې له ۳۷۸ ورځو تېرولو وروسته، د خپل شبیهسازي شوي ماموریت پای ته ورساوه. د دې ماموریت موخه مریخ ته د انسانانو د احتمالي سفر لپاره چمتووالی و.
دغو څلورو کسانو د شنبې په ورځ، د یوه کال له انزوا وروسته، د ناسا د جانسن فضايي مرکز په استوګنځي کې له خپل مصنوعي چاپېریال څخه بهر شول. دغه مرکز د امریکا په هوسټن ښار کې موقعیت لري.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ډلې غړو د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته ویلي، په یوه محدود او له نورو خلکو څخه په جلا چاپېریال کې د اوږدې مودې ژوند کولو تجربې د راتلونکو فضايي سفرونو په پلان جوړونه کې ارزښت لري.
د ماموریت د روغتیايي چارو مسؤلې، الن الیس، له استوګنځي څخه تر وتلو وروسته وویل، دوی یو ستونزمن کال تېر کړ او په خپله خوښه یې په یوه تړلي چاپېریال کې د فرضي فضايي ماموریت د ستورمزلو رول لوبولی دی.
دغه پروګرام چې د «چاپېریال، روغتیا او فعالیت څېړنه» (CHAPEA) نومېږي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه پیل شوی و.
د دې پروګرام څلور غړي په یوه ۱۵۸ متره مربع درېبعدي استوګنځي کې ځای پر ځای شوي وو؛ داسې چاپېریال چې د مریخ د ژوند شرایطو د شبیهسازۍ لپاره جوړ شوی و.
د ماموریت پر مهال ستورمزلو بېلابېل فعالیتونه ترسره کړل، چې پکې د مریخ له خاورې سره ورته مصنوعي خاوره کې د بوټو کرل، د استوګنځي ساتنه او د ناسا له چارواکو سره اړیکې نیول شامل وو.
په مخابراتي اړیکو کې هم د ځنډ شرایط په پام کې نیول شوي وو، څو پیغامونه د ځمکې او مریخ ترمنځ د واټن په څېر له ځنډ سره ولېږدول شي او ځوابونه یې هم په ځنډ ترلاسه شي.
د ډلې مشر، راس ایلدر، ویلي چې مریخ ته د انسانانو لېږل له ګڼو خطرونو او ستونزو سره مل دي؛ خو د علم، اغېزمنې رهبرۍ، نوښت، زغم او دوامدارو هڅو په مټ دې موخې ته رسېدل شوني دي.
ناسا وايي، د دې پروګرام موخه دا ده چې وڅېړي ستورمزلي د اوږدمهاله فضايي سفرونو پر مهال له ورځني ژوند، محدودو امکاناتو او رواني او کاري فشارونو سره څومره ځان عیارولی شي.
په دغو شرایطو کې د ډلې غړي باید خپله روغتیا او کاري وړتیا وساتي او له یو بل سره خپلې اړیکې هم پرې نه ږدي.
د ناسا پلان دا دی چې ښايي د ۲۰۳۰مې لسیزې په لومړیو کې مریخ ته د انسانانو د لېږلو ماموریت عملي کړي.
دا د CHAPEA پروګرام دویمه شبیهسازي شوې دوره وه. د دې پروګرام په لومړۍ دوره کې هم څلورو ستورمزلو د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ۳۷۸ ورځو لپاره په ورته مصنوعي چاپېریال کې ژوند کړی و.
ټاکل شوې چې د دویمې ډلې غړي به له انزوا څخه تر وتلو وروسته دوه نورې اوونۍ د ماموریت ارزونې او د خپلو تجربو له ناسا چارواکو سره د شریکولو لپاره ځانګړې کړي.
د جانسن فضايي مرکز مشرې، وانسا ویچ، ویلي چې د دې پروګرام موندنې به سپوږمۍ او وروسته مریخ ته د راتلونکو فضايي ماموریتونو په چمتووالي کې مهم رول ولوبوي.
لیکواله:رویا ستانکزی








