TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د جمهوري نظام شاوخوا ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړي دي.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د جمهوري نظام شاوخوا ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړي دي.

۱۱ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو په بدخشان کې نږدې ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړي دي

ځايي سرچینې وايي، طالبانو نږدې ۳۰ هغه څارنوالان له دندو ګوښه کړي چې د پخواني حکومت له مهاله یې د بدخشان ولایت د څارنوالۍ په ریاست کې کار کاوه. دغه ګوښه کول د شمس‌الدین شریعتي د «فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې» په نوم د ادارې له ریاست څخه تر لرې کېدو وروسته ترسره شوي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې توس نیوز ته رسېدلي، ګوښه شوي څارنوالان د بدخشان ولایت په مرکز، فیض‌آباد ښار او د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر دندو بوخت وو. د دوی یو شمېر وايي، له پنځو کلونو راهیسې یې په خپلو پخوانیو بستونو کې دندې ترسره کولې، خو اوس له دندو لرې کړای شوي او ټاکل شوې چې پر ځای یې نوي کسان وګومارل شي.

یو له ګوښه شویو څارنوالانو ویلي، چې له دوو اوونیو څخه زیاته موده کېږي له خپلې دندې لرې شوی دی. د هغه په وینا، طالبانو د پخواني جمهوري نظام د دورې د څارنوالۍ ګڼ کارکوونکي په پراخه کچه له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان ګومارلي دي.

سرچینې زیاتوي چې د نویو کارکوونکو د ګومارنې بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی؛ خو له دې سره سره، یو شمېر کسانو له اړینو اداري او قانوني پړاوونو پرته په دې اداره کې خپلې دندې پیل کړې دي.

د ګوښه شویو کسانو په ډله کې د وحیدالله نوم هم شامل دی، چې د فرمانونو د تعقیب په مرکزي ریاست کې یې دنده ترسره کوله. همدارنګه محمد عارف، د شهدا ولسوالۍ د دې برخې مسئول؛ احمد فرهاد، د مرکزي ریاست کارکوونکی؛ جاوېد، د زیباک ولسوالۍ د فرمانونو د تعقیب مسئول؛ او مولوي محبوب، د کران او منجان ولسوالۍ د همدې برخې کارکوونکی هم شامل دي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، ملا هبت‌الله اخندزاده د افغانستان د لویې څارنوالۍ نوم د «فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست» ته بدل کړ. شمس‌الدین شریعتي، چې د بدخشان ولایت اوسېدونکی او د طالبانو غړی دی، نږدې پنځه کاله د دغې ادارې مشري کړې وه؛ خو په وروستیو ګومارنیزو بدلونونو کې له دې دندې لرې او د طالبانو له لوري د ارزګان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په بدخشان کې د دغو څارنوالانو د ګوښه کېدو او د نویو کارکوونکو د ګومارنې د بهیر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.