د بریټانیا حکومت د طالبانو د پنځو چارواکو هویتي معلومات او د پاسپورټ جزئیات د بندیزونو لګول شویو کسانو په نوملړ کې نوي کړي دي.
په دې بدلونونو کې د طالبانو د ریاستالوزرا مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د میدان وردګو والي خیرالله خیرخواه او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور شامل دي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اصلاحات د جمعې په ورځ، د لړم په اتمه، ترسره شوي دي. د دغو بدلونونو په ترڅ کې د یادو پنځو چارواکو هر یوه ته لږ تر لږه د یوه نوي پاسپورټ شمېره ثبت شوې ده.
امیرخان متقي ته د پاسپورټ دوه نوې شمېرې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې یو پاسپورټ د روان کال د اګست په پنځمه صادر شوی او تر ۲۰۳۱ کال پورې اعتبار لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د نورو څلورو چارواکو د پخوانیو پاسپورټونو اعتبار هم د روان کال په اکتوبر میاشت کې پای ته رسېدلی دی.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت دغه بدلونونه د بندیزونو په نوملړ کې د شاملو کسانو د شخصي معلوماتو اداري اصلاحات بللي او ټینګار یې کړی، چې دا اقدام د نویو بندیزونو د لګولو یا د یادو طالب چارواکو د بندیزونو په وضعیت کې د بدلون په معنا نه دی.
د بریټانیا د حکومت د هغو شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپرې شوې وې، په ټولیز ډول ۱۳۵ هغه کسان چې له طالبانو سره تړاو لري او پنځه سازمانونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، چې بریټانیا هم دغه محدودیتونه عملي کوي.
په دغو بندیزونو کې د نوملړ د شاملو کسانو د شتمنیو کنګلول او پر هغوی د سفر بندیز لګول شامل دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








