TOOSnews
اعلان
ګل حسن حسن: له روسيې وروسته نور هېوادونه هم د طالبانو په رسميت پېژندلو ته چمتو دي.
افغانستانټوس نیوز

ګل حسن حسن: له روسيې وروسته نور هېوادونه هم د طالبانو په رسميت پېژندلو ته چمتو دي.

۱۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن ادعا کړې، چې له روسیې وروسته ځینې نور هېوادونه هم د طالبانو رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي او غواړي له دوی سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

نوموړي د غزني د مقر ولسوالۍ یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېوالتیا لري او په اقتصادي، سیاسي، ښوونیزو او روغتیايي برخو کې ورسره همکارۍ غواړي.

حسن ویلي، طالبان هم له نړیوالې ټولنې سره د سوداګریزو، سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا غواړي، خو ټینګار یې کړی چې دا اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي.

نوموړي د طالبانو پر عقیدې او تګلارې د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې دوی له خپلې عقیدې او فکر څخه نه اوړي او د افغانستان په تېرو جګړو کې یې د خپلې عقیدې له مخې مبارزه کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګول شویو محدودیتونو لرې کول مهم شرطونه بللي دي. د بشري حقونو مدافعان هم ټینګار کوي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو د خوندیتوب او د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته تأمین پر بنسټ وي.

بلخوا، شنونکي وايي، له طالبانو سره د ځینو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د اړتیاوو پر بنسټ دي او دا په خپله د هغوی د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.