په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تره، عبدالقیوم کوچي ویلي، چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د لیدنې وړاندیز رد کړی دی.
قیوم کوچي تېره شپه له یوه یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، طالب چارواکو ورته وړاندیز کړی و، چې له ملا هبت الله سره په کندهار کې وګوري، خو د لیدنې د شرایطو له اورېدو وروسته یې دا وړاندیز نه دی منلی.
د هغه په وینا، ورته ویل شوي وو چې ملا هبت الله به شاوخوا یو ساعت ورسره وګوري، خو په دې موده کې به یوازې د طالبانو مشر خبرې کوي او دی به د خبرو کولو فرصت نه لري. نوموړي ویلي، نه یې غوښتل په داسې یو اړخیزه لیدنه کې ګډون وکړي.
قیوم کوچي زیاته کړې، چې د افغانستان د سفر پر مهال یې د طالبانو د اړیکو کمېسیون له مشر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د رهبرۍ له یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
هغه ویلي، طالبانو ترې افغانستان ته د خپل وراره او پخواني ولسمشر اشرف غني د بېرته ستنېدو په اړه هم پوښتنې کړې دي، خو نوموړي ورته ویلي، چې اشرف غني به د طالبانو د ملي او نړیوال مشروعیت تر ترلاسه کولو پورې هېواد ته ستون نه شي.
قیوم کوچي د طالبانو د ځینو کړنو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان ته یې سفر شخصي و او له اشرف غني سره یې هېڅ سیاسي تړاو نه درلود.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي هم ویلي، قیوم کوچی د پخواني ولسمشر استازیتوب نه کوي او د هغه سفر له اشرف غني سره تړاو نه لري.
طالب چارواکو تر اوسه د قیوم کوچي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








